د هبت الله په سبک شاعري

لیکنه:سپین ګل

د طالبانو مخ پټی مشر ملا هبت الله اخندزاده، چې فکر کوي افغانستان یې نور ټول ګل ګلزار کړی، اوس یې د شاعرۍ د سبک د رامنځته کولو لپاره هم مټې را بډ وهلي دي.

هغه څه موده مخکې، د خپل رژیم د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له ولایتي رئیسانو سره ور غوښتي او د شاعرانو، لیکوالو او فرهنګیانو په ادرس یې خپل فرمایشات ورسره شریک کړي دي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې د نوموړي له قوله راغلي:« شاعران، او لیکوالان باید د اسلام مقدس دین احکام او فرامین د شعر په ژبه له ولسونو سره شریک کړي، همدارنګه د هیواد ابادۍ او پرمختګ لپاره د شعر په ژبه ځوانان او د ټولنې نور قشرونه وهڅوي،د اشخاصو له ستاینې او د غیر مناسبو شعرونو چې زلفان، باڼه، او ورته نور غیر ضروري شیان پکې رانغاړل شوي وي جدي پرهیز وشي.»

د ملا هبت الله له دغې لیدنې وروسته، د هغه د رژیم د اطلاعاتو او فرهنګ سیمه ییزو واکمنانو په ولایتونو کې شاعران او لیکوالان ور غوښتي، چې د خپل مشر فرمایشات ورسره شریک کړي.

ملا هبت الله او فرهنګي مامورینو یې شاعرانو او لیکوالانو ته د هبت الله په مزاج د برابرو لیکوالو او شاعرانو نومونه نه دي اخیستي، چې د هغوی د اثارو او لیکنو په پيروۍ لیکنې او شعرونه ولیکي.

دا هم نه ده معلومه، چې هبت الله به له دې وروسته له هغو شاعرانو او لیکوالانو سره څه ډول چلند کوي، چې د ده پر مزاج برابره لیکوالي او شاعري ونه کړي.

د هبت الله له دغو فرمایشاتو ښکاري، چې هغه ته ځان د نړۍ پر مخ یو ناتکرار شوی امپراتور ښکاري، داسې امپراتور، چې حتا له لیکوالو او شاعرانو خوارانو سره هم کار لري او باید پر خیالاتو او احساساتو یې حاکمیت وکړي، د ده مبلغین شي او په اصطلاح په شعرونو او لیکنو کې اسلامي احکام او فرامین شریک کړي، د ده په استبداد کې د خیالي ابادۍ او پرمختګ خیالات شاعرانه کړي، نور څوک ونه ستايي او حتا زلفان، باڼه او نور ښایستونه، چې ملا هبت الله ته غیر ضروري شیان ښکاري، په شاعرۍ او لیکوالۍ کې ونه کاروي.

که د تاریخ پاڼې وپلټل شي، کیدای شي نه فرعون، نه هلاکو، نه چنګېز او نه کوم معاصر امپراتور او ټولواک دغومره پر ځان مېن او حتا له خیالاتو د خلکو محرومونکی پاتې شوی وي.

د هبت الله دا فرمایشونه که له یوه پلوه د هغه او د ده د نیږدې کسانو د رواني ناروغۍ شدت او حتا لېونتوب څرګندوي، دا هم څرګندوي، چې دا استبدادي واکمنان څومره ډارن او پر ځان بې باوره دي.

دوی په ښکاره ځانونه د څو څلویښت ملکونو ماتونکي بولي، ټوله نړۍ د ځان خلاف په تبلیغاتو تورنوي او په دې ډول تر ټولې نړۍ او واکمنانو د فوق العاده ګۍ تمثیل کوي، خو په عمل کې د دوی خلاف وسله وال، سیاسي او مدني مقاومت خو پریږده، چې حتا بې طرفه او په خپلو خیالاتو کې ډوب شاعران او لیکوالان هم د خپل لړزانده او هره شېبه نسکوریدونکي رژیم لپاره درد سر بولي.

طالب مشران او فرهنګي مبلغین یې پوهیږي، چې د ټوپک، درې او شکنجې زور خلک وېروی شي، خو بې ارادې کولای نه شي، وهلی او وژلی شي، خو د بدلون عزم او اراده ترې نه شي اخیستی، خلک بندیانولی شي، خو فکرونه نه شي اسیر کولای او له ټول جبر، قهر او استبداد سره بیا هم د ۴۰ میلیوني ملت په ماغزو، زړونو او افکارو کې د یوه حتمي او خودجوشه انقلاب اور ژوندی دی، زیاتیږي او ژر ده، چې دا پټ قهر او توپان برسېره او دا ځل ابداً د دوی او پلویانو لمنه یې له وطنه ور ټوله کړي.

ملا هبت الله د همدې لپاره غواړي د شاعرانو او لیکوالانو خولې یا وتړي، یا د ځان په مدحه پرانیزي. البته پوهیږي، چې نه یې خولې تړلی شي او نه یې په مدحه راوستی شي. شاعران او لیکوالان د ټولنې حساس خلک دي، تر هر چا زیات ظالم او مظلوم، حق و ناحق او خپل و پردی پېژني او مسوولانه چلند ورسره کوي. خولې خو یې ځکه نه شي تړلای، چې اوس د ټیکنالوژۍ او اړیکو زمانه ده، هر څوک یو پټ موبایل او کمپیوټر لرلای شي، چې په بل نوم لیکل ولري، خپاره یې کړي او د مسوولیت ادا کولو ترڅنګ زړونه تش او د ارامۍ احساس وکړي.

په دې توګه ویلای شوو، چې د ملا هبت الله د نورو خوبونو ترڅنګ به د هغه په سبک د شاعرۍ او لیکوالۍ د رامنځته کیدو او عامیدو خوب هم پوره نه شي.

دا ورځې به تېرې شي، حتا په همدې کې به خلک د طالبانو د مزاج خلاف ژوند کوي، سندرې که ښکاره نه وي، پټې به اوري، فلم او سریال به ویني، د زلفو او بڼو ستایونکي شعرونه او سندرې به خوښوي، لیکي او یو بل ته استوي.

په دې او نورو مبارزو، هڅو او ژوندیو افکارو به افغانستان نه طالباني کیږي، ژوندی او انساني به وي، هوسا به شي، خو طالب او طالب فکران به مخ توري او محکوم وي!

ورته لیکنې

Back to top button