د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایې، د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه په ۱۶ ولایتونو کې پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیزو مرکزونه رخصتي د دوو نورو اونیو لپاره وغځول شوه.
د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه د غبرګولي پر اتمه په کابل، غزني، هلمند، قندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، میدان وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز کې پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه رخصت کړل، چې دغه موده د غبرګولي پر ۲۲ پای ته رسېده.
د ياد وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د غبرګولي له ۲۲ وروسته به د دوو نورو اونیو لپاره یادو ولایتونو کې پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه رخصت وي.
نوموړی زیاتوي، چې یادو ولایتونو کې به د ودونو تالارونه، ورزشي لوبغالي او د اوبو حوضونه هم تړلي وي.
له دې مخکې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون هم هغه کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۵ کلنو پورته وي، امیدوارې مېرمنې او هغه کارکوونکي چې پر وژونکو ناروغیو اخته دي، رخصت کړي وه.