۸صبح، کابل: د خبریالانو نړیوال فدارسیون نن د جمعې په ورځ، د مرغومي په لسمه نېټه، اعلان کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې په ۲۰ هېوادونو کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندې د ترسره کولو پرمهال وژل شوي دي.
ددغه بنسټ په رپوټ کې ټینګار شوی چې د مرګ ژوبلې ترټولو ډېره کچه په افغانستان کې وه.
ددغه بنسټ په وینا، دا شمېر په تېرو لسو کلونو کې د مرګ ژوبلې ترټولو ټیټه شمېره ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې، د خبریالانو د وژنې ۶۵ پېښې ثبت شوې دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د وژل شوو شمېر هغه لړۍ تاییدوي چې د رسنیو کارکوونکي ډېری په ټولنو، ښارونو او خپلو هېوادونو کې د فساد، جنایت او له واکه د ناسمې ګټې اخیستنې د افشا کولو له امله وژل کیږي.
دغه بنسټ جوته کړې چې ۳۳ خبریالان په هدفمندو بریدونو کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي چې په دې منځ کې نه تنه خبریالان په افغانستان کې، اته تنه په مکسیکو کې، څلور تنه په هند او درې تنه نور په پاکستان کې وژل شوي دي.
د ویلو ده چې د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې له ۱۹۹۱ کال را په دې خوا تر اوسه دوه زره او ۷۲۱ خبریالان وژل شوی دي.