۸صبح، بامیان: ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د يوه ځوان هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
دغه ځوان شاوخوا ۲۰ کاله عمر لرلو او د چهارشنبې شپه د سلواغې پر ۱۹مه یې د بامیان ولایت د مرکز اړوند حیدراباد سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
د دغه ځوان هلک نوم سردار و او د ځانوژنې انګیزه یې لا نه ده روښانه.
د طالبانو هم د دغې پېښې پخلی کړی.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو په ځانګړې توګه په باميانو کې د ځانوژنې پېښو شمېر په بې ساري ډول زيات شوى دى.
د راپورونو له مخې یوازې په تېره یوه میاشت کې درېیو ځوانانو په دغه ولایت کې ځانوژنې کړې دي.