په بامیان کې یو شمېر فرهنګیان د دغه ولایت په تاریخي ځایونو کې له خپلسرو ودانیزو چارو اندېښنه څرګندوي. هغوی وايي چې د دې حالت له دوام سره به بامیان د نړیوالو میراثونو له نوملړه وویستل شي. د یادو فرهنګیانو په خبره، په دغه ولایت کې تاریخي سیمې د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي او که سمه پاملرنه یې ونه شي، ښايي په نږدې راتلونکې کې ټول تاریخي ځایونه غصب شي.
په بامیان کې فرهنګیان وايي چې د دغه ولایت اته تاریخي ځایونه د ملګرو ملتونو د کلتوري، پوهنیز او علمي سازمان (یونیسکو) د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې دي. د هغوی په خبره، د بامیان له تاریخي ځایونو د خوندیتوب په موخه، باید ښاري پراختیا د دغه ولایت د کلتوري ماسټرپلان له مخې چې د لرغونپوهانو، پخوانۍ محلي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري جوړ شوی، پلې شي.
خو طالبانو بیا په څه باندې دوو کلونو کې د بامیان په «سرو» او «زرغونو» ځایونو کې بېمخینې پراختیا ته دوام ورکړی دی. د بامیان اوسنی بازار (غلغله) په خپلسري ډول پراخ شوی چې لسګونه نوې هټۍ د کلتوري ماسټرپلان خلاف په دوو یا درېیو پوړونو کې جوړې شوې دي.
طالبانو په بامیان کې اجازه ورکړې چې موټرشویانې په زرغونو سیمو کې جوړې شي او کرنیزې ځمکې اغېزمنې کړي. تر اوسه په زرغونه او سرو سیمو ان د صلصال مجسمې په څو قدمۍ کې لسګونه د ډبرو سکرو مارکېټونه جوړ شوي چې د بامیان کلتوري منظره یې له منځه وړې ده.
طالبانو د «طول وارې» کلي تر منځ د صلصال مجسمې ترمخه سړک کانکریټ کړی چې دا کار په ممنوعه سیمه کې شوی دی. دغه راز د شهمامې مجسمې مخته د تیلو پمپ او جومات جوړ شوی چې د دغې مجسمې د لید منظره یې پټه کړې ده.
په بامیان کې فرهنګپال محمدحسین د دغه ولایت د تاریخي ځایونو له ناوړه وضعیته په اندېښنې وايي: «د خپلسرو کورونو جوړول او د بامیان ښار پراختیا د دغه ولایت د کلتوري منظرې د له منځه تللو لاملونه دي چې دا د بامیان د ماسټرپلان خلاف دي. د دې حالت دوام به ډېر ژر د بامیان تاریخي ځایونه له منځه یوسي او دا د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې د بامیان نوم له ګواښ سره مخ کوي.» دا فرهنګپال زیاتوي: «په ممنوعه تاریخي ځایونو کې د ډبرو سکرو مارکېټونه، د تیلو پمپ، لرګي پلورنځي او د موټرو پارکېنګ جوړ شوی چې دا ټول د بامیان پر تاریخي سیمو ناوړه اغېز کوي.»
محمدحسین وايي چې د طالبانو سیمهییزه اداره نه پوهېږي چې تاریخي سیمې څومره ارزښتمنې دي او په خبره یې، ډېری وخت یې چارواکي د تاریخي ځایونو په تخریب کې ونډه لري.
ورته مهال د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي: «مخکې د اطلاعاتو او کلتور ادارې د همکارو ادارو په همکارۍ د خپلسرو ودانیزو چارو مخنیوی کاوه او تاریخي سیمې په نورماله توګه ساتل کېدې. زموږ ساتونکو هر وخت په سیمه کې حضور درلود او ۰۱۲ قطعې چې د تاریخي سیمو د ساتنې ځانګړې قطعه وه، شپه او ورځ یې سیمې ارزولې.»
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا کارکوونکی زیاتوي چې طالبانو په څه باندې دوو کلونو کې یو ځل هم په سرو سیمو کې د خپلسرو ودانیزو چارو مخنیوی نه دی کړی او دغه بنسټ ته د طالبانو ګومارل شوی رییس اجازه نه ورکوي چې کارکوونکي سیمه وارزوي. د نوموړي په خبره، دا چاره د دې لامل شوی چې ډېر تاریخي ځایونه په نامناسبه توګه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ شي.
بلخوا، فهیم (مستعار نوم) چې د بامیان د ښاروالۍ یو کارکوونکی دی وايي: «موږ د ښاروالۍ له خوا چې د ښار په ځانګړي ډول د تاریخي ځایونو د ساتنې او غیرپلاني پراختیا چارو د مخنیوي مسوولیت لري، د غیرپلاني پراختیا د مخنیوي لپاره اقدام وکړ او د ځمکې غاصبین مو پرېنښودل چې د بامیان سرې او زرغونې سیمې له منځه یوسي؛ خو زموږ دا کړنه د ځايي ادارې د چارواکو له کلک غبرګون سره مخامخ شوه.» د بامیان ښاروالۍ دا کارکوونکی زیاتوي: «د حاجي غازي په نوم کس چې د ولایت اداري رییس او په بامیان کې د طالبانو د والي عبدالله سرحدي ورور دی، موږ یې دفتر ته وغوښتو او خبرداری یې راکړ چې تاسې نور حق نه لرئ چې زما له اجازې پرته ساحې ته لاړ شئ او د خلکو د کار مخنیوی وکړئ.» فهیم زیاتوي: «کله چې حاجي غازي موږ په دفتر وګواښلو، د ځمکو ټول غاصبین چې د بامیان د سرو او زرغونو سیمو د ویجاړېدو لامل شوي و، په دفتر کې یې ناست و او موږ پورې یې خندل او ویل چې لا هم په سر کې د جمهوریت خیال لرئ؟!»
د بامیان ښاروالۍ دا کارکوونکی ټينګار کوي چې د بامیان په مرکز کې په بې مخینې ډول د هټيو پراختیا روانه ده او ډېر ژر به هغه تاریخي سیمې چې هلته رغونه ممنوع ده، په ټولییزه توګه له منځه لاړې شي او دا ولایت به د نړۍ د کلتوري میراثونو له نوملړه بهر شي.
دا اندېښنې داسې مهال رامنځته شوي چې طالبانو نه یوازې دا چې د تاریخي ځایونو د خوندیتوب لپاره څه کړي نه دي؛ بلکې ډېری دا سیمې د دغې ډلې د ځواکونو له خوا له دولتي واکه په ناوړه ګټې اخیستنې د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي. طالبانو تېر کال د بامیان مرکز او ولسوالیو کې په څو مهمو تاریخي سیمو کې کيندنې کړې دي. د سیمې د اوسېدونکو په خبره، دا کیندنې د طالب وسلهوالو تر څار لاندې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د بامیان والي عبدالله سرحدي د طالبانو یو خطرناک غړی ګڼل کېږي چې په ۲۰۰۱ کال کې په دغه ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې مشري یې په غاړه وه او د دغې ډلې د پخواني مشر ملا عمر په امر یې د بامیان بودا مجسمې ته چاودنه ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې د خپلې لومړې دورې واکمنۍ پر مهال په بامیان کې د بودا دوه مجسمې والوځولې. صلصال د ۵۳ مترو په لوړوالي او شهمامه د ۳۵ مترو په لوړوالي د تاریخي روایتونو پر بنسټ د ۳۰۰ او ۷۰۰ میلادي کلونو ترمنځ په ځانګړي سبک جوړې شوې دي.