۸صبح، کابل: د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د بمي چاودنې له امله ناوې ووژل شوه. دا پېښه د شنبې ماسپښین مهال وشوه.
د جوزجان سیمه ییزو چارواکو له ځایي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه پېښه کې دوې ښځې ټپي شوې دي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، ناپېژانده کسانو د واده پر مراسمو لاسي بم غورځولی دی.
د رپوټونو له مخې، د پېښې لامل کورنۍ دښمني بلل شوې، خو په دې هکله لازیات جزیات نه دي ورکړ شوي.