لغمان کې په دې وروستیو کې د ښار دننه او ولسوالیو ته د تګ راتګ کرایې لوړې شوې او خلک شکایت کوي، چې پر سختو اقتصادي ستونزو سربېره د کرایو لوړوالی د دوی د ژوند لپاره یوه بله لویه ننګونه ده.
د دغه ښار اوسېدونکي وایي، چې ښاري ریکشاوې او ولسوالیو ته مسافروړونکو موټروانانو کرایه دوه برابره لوړه کړې، چې وګړي یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د مهترلام ښار یو اوسېدونکی فیصل ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، د ښار نږدې شاوخوا ځایونو ته ریکشا لس افغانۍ کرایه اخیسته؛ خو اوس دغه کرایه شل افغانۍ شوې ده.
هغه زیاتوي: «د ناوړه اقتصادي وضعیت تر څنګ ښاري موټر چلوونکو په خپل سر کرایه لوړه کړې او ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»
د مهترلام ښار یو بل اوسېدونکی الیاس ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې ولسوالیو ته او په ښار د دننه موټرو کرایه دوه برابره لوړه شوې، چې دوی یې د ورکولو وس نه لري.
نوموړی وایي: «ټرانسپورټ ریاست باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي، چې موټر چلوونکي په خپل سر کرایه لوړه نه کړي، دوی ته باید ټاکلي نرخپاڼې ورکړل شي.»
له بلې خوا موټر چلوونکي د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت کوي. هغوی وایي د تېلو بیې لوړې شوې او نه شي کولای، چې په پخوانۍ کرایه خپل لګښتونه پوره کړي.
محمداکرم چې په مهترلام ښار کې ریکشا چلوي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د تېلو د بیو په لوړېدو سره دوی هم کرایه لوړه کړې، تر څو لږ تر لږه خپل ورځنی لګښت پوره کړي.
محمداکرم زیاتوي: «مخکې تېل ارزانه و، د ښار دننه شاوخوا سیمو ته مو لس افغانۍ کرایه اخیسته، اوس چې د تېلو بیه لوړ شوې، کرایه مو شل افغانۍ کړې، تر څو د ریکشا تېل او زموږ ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره شي.»
دی وایي، ان د ریکشا د تېلو لګښت هم نه شي برابرولی او له همدې امله یې پرېکړه کړې، چې کرایه لوړه کړي.
د لغمان د ټرانسپورټ عمومي مدیر قاري اشرف علي دروېش ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، په دې وروستیو کې د تېلو د بیو لوړوالي دوی ته ستونزې رامنځته کړې دي.
نوموړی زیاتوي: «که د تېلو بیې ثابتې پاتې شي، نو موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو تر څو موټر او ریکشا چلوونکي کرایې لوړې کړي.»
ښاغلي درویش وویل، چې د ښار په هره برخه کې ګرځنده ډلې لري، تر څو په ښار کې دننه او ولسوالیو ته تګ راتګ کوونکي موټرو کرایه کنټرول کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د نورو توکو تر څنګ، د تېلو بیو کې هم لوړوالی راغلی، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.