۸صبح، پروان: طالبانو د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د افغانستان کورنیو تولیداتو په درې ورځني نندارتون کې «مقناطیسي ماینونه او زېړه بوشکه» هم نندارې ته اېښي دي.
دا نندارتون یکشنبه د وري پر ۲۶مه د «عالیست، افغانیست» تر نامه لاندې د پروان په ګلغونډۍ کې جوړ شوی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست د دې نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ بللی دی.
د دوى په خبره، په دې نندارتون كې د كاپيسا، پنجشېر، كابل، باميان او كندهار ولايتونو د توليدي شركتونو، سوداګرو او بزګرانو هغه محصولات چې په کور دننه توليدېږي، نندارې ته اېښودل شوي دي.
د يادونې ده چې طالبانو واک ته تر رسېدو دمخه په هېواد کې د پلونو، سړکونو او موټرونو د ویجاړولو لپاره له چاودېدونکو توکو ډکې «زېړې بوشکې» کارولې.
دغې ډلې د مزارشریف په روضه کې هم زېړې بوشکې او د ځانمرګي موټرسایکل نندارې ته اېښي وو.