۸صبح، سمنګان: سمنګان کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف په مالي مرستې د اوبو رسوونې د ۴ پروژو له پیل څخه خبر ورکوي.
دغه پروژه، چې درې څاهګان او د اوبو رسوونې شبکې پکې شاملې دي چهارشنبه د وږي پر ۲۳ د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې پیل شوې ده.
ځایی سرچینې وایي، چې ټاکل شوې له دغو پروژو په ګټې اخیستو سره د سمنګان د مرکز ایبک ښار شاهي خېل، بابا ګلاجان، ګل قشلاق پایین او شورابک سیمو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
د سرچینو په وینا، دغه پروژې تر ۱۶ میلیون زیات لګښت لري، چې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق له خوا ورکول کېږي.
د ویلو ده، چې دغه پروژې به په سمنګان ولایت کې د ۴۵۷ کورنیو د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.