۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز اېبک ښار کې د شپې له خوا ګرځبندیز وضع کړی دی.
سرچینو شنبه د وري پر ۱۸مه ویلي چې دا پرېکړه په سمنګان کې د طالبانو د امنیتي کمېسیون له خوا شوې ده.
سرچینې وايي چې دا ګرځبندیز د شپې له ۱۰:۰۰ د سهار تر لمانځه پورې لګېدلی دی.
ورته مهال، یو لیک چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، طالب امنیتي چارواکو خپلو ځواکونو ته ویلي چې د «شپې ناوخته» د خلکو له ګرځېدو مخنیوی وکړي.
په لیک کې راغلي چې له سرغړونکو سره دې «قانوني چلن» وشي.
بلخوا، د طالبانو له منځه یوې سرچینې ویلي چې دا پرېکړه یې د ملي مقاومت او ازادۍ په نوم جبهو له چریکو بریدونو څخه د وېرې له کبله نیولې ده.
د سرچینې د څرګندونو په حواله، له همدې کبله طالبانو په سمنګان کې د شپې له خوا ګرځبندیز پلی کړی دی.
تر دې دمه په رسمي ډول طالبانو څه ویلي نه دي.
د طالبانو له خوا د شپې ګرځبندیز څه نوې خبره نه ده.
طالبانو پروسږکال هم د غزني په ځينو سیمو کې د شپې له خوا په تګراتګ بندیز لګولی و.