۸صبح، نیمروز: نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه دغه ولایت ته د ۴۶ افغان کډوالو مړي لېږدول شوي دي.
سرچینې دوشنبه د سلواغې پر درېیمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه جسدونه د مرغومي له لومړۍ تر دېرشمې نېټې د نیمروز د ورېښمو پل له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د سرچینو په وینا، جسدونه د هغو کډوالو دي چې ایران ته د کار لپاره تللي وو او په دې وروستیو کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران کې د ولسي اعتراضونو له پيل سره د ایران امنیتي ځواکونو له خوا د افغانانو د وژلو راپورونه هم خپاره شوي دي.