۸صبح، تخار: په تخار کې سیمهییزې سرچینې مني چې طالبانو په دغه ولایت کې د تېر حکومت د ملي امنیت ریاست دوه کارکوونکي او یو ملکي وګړی نیولي دي.
سرچينې دوشنبه د وري پر ١٧مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د تېر حکومت د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر محمدعثمان او د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست پخوانی کارکوونکی سېدسمیع الله له اووه ورځو راپدېخوا د طالبانو په زندان کې دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د پخواني ملي امنيت رياست دا دوه کارکوونکي د سېشنبې ورځ په تخار کې له خپل کوره نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.
ورته مهال، په فرخار ولسوالۍ کې یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د غويي پر ۱۶مه په دې ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی نیولی دی.
دا کس محمدجان نومیږي او طالبانو هغه د تالقان ښار ته لېږدولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې د پنجشېر په مرکز کې د يو ښوونځي ښوونکى نيولى دی.