۸صبح، کابل: د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې د بښنې نړیوال سازمان له افغانانو سره د همکارۍ د دوام غوښتنه کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان شنبه د لیندۍ پر ۱۹ یوه ټویټ کې لیکلي، چې د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې د رارسېږي، چې طالبان افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې ته دوام ورکوي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې افغانان د خپلو حقونو د ترپښو لاندې کېدو او نورو شته ستونزو پروړاندې مقاومت کوي.
د بشري حقونو دغه ملاتړي نړیوال بنسټ ویلي: «راځئ چې له زړورو افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکړو.»
د ډسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده. سږ کال دغه ورځ په داسې حال کې رارسېدلې، چې دوې ورځې وړاندې طالبانو نږدې ۳۰ ښځې او نارینه د زرګونه خلکو په مخکې په دُرو ووهل.