۸صبح، بادغیس: وروسته له هغه چې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له امله د دغې ډلې یو قوماندان په باغیس کې زندانی شو، د طالبانو مشر د دغه ولایت سیمهییز چارواکی احضار کړي دي.
سرچینو جمعه د سلواغې پر اتهویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده له خوا د بادغیس والي، امنیه قوماندان، د استخباراتو ريیس او د دې ولایت د لوا قوماندان غوښتل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چارواکي وروسته له هغې احضار شول، چې تېره اونۍ د طالبانو والي د دغه ولايت د اسحاق پهلوان په نوم يو مشهور قوماندان بندي کړ.
د طالبانو دغه نفوذ لرونکی قوماندان دا مهال په زندان کې دی. پر اسحاق پهلوان لګول شوي تورونه لا هم نه دي په ډاګه شوي.
انګېرل کېږي، چې د دې قضيې په تړاو په بادغيس ولايت کې د طالبانو سيمهييز قوماندانان له دندو ګوښه او يا هم بدل شي.