د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له لوري پر دغه هېواد د تازه بندیزونو په غبرګون کې ویلي، امریکایان دې دا تصور نه کوي، چې د بندیزونو او فشار له لارې به د خبرو اترو مېز کې امتیاز ترلاسه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سهشنبه د اګسټ پر دویمه د اسلامي بشري حقونو او بشري کرامت د جوایزو د وېش د اوومې غونډې په څنډه کې ویلي: «امریکایان دې دا تصور هم نه کوي، چې د تحریم او فشار له لارې د مذاکراتو مېز کې امتیاز واخلي. هغوی دې خپلې غوښتنې څنګ ته کړي. موږ یوې قوي هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي یو.»
نوموړي دا غبرګون له هغې وروسته وښود، چې پرون د امریکا د مالیې وزارت پر هغو شرکتونو بندیزونه ولګول، چې د خلیج فارس پتروشیمي شرکت به ترې په اسیا او منځني ختیځ کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د ایران د نفتي او پتروشیمي محصولاتو په برخه کې ګټه اخیسته.
دغه راز نوموړي وزارت پر ځینو نورو شرکتونو هم بندیزونه لګولي، چې د ایران د نفتي او پتروشیمي محصولاتو په پېر، پلور، د هغوی لپاره په بازارموندنې او نورو مسایلو کې دخیل وو.