اسراييل له فلسطينيانو څخه د رفح له ختيځې سيمې د وتلو له غوښتنې وروسته، پر دغې سيمې هوايي بريدونه کړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا بریدونه دوشنبه د مې پر ۶مه شوي دي.
بل پلوه، حماس ته نږدې الاقصی ټلویزیون ویلي چې اسراییل د رفح ختیځې برخې ته څېرمه هغه سیمې په نښه کړي چې د تخلیې امر یې کړی و.
تر اوسه په دې تړاو اسراییل څه ویلي نه دي.
تر دې دمه د دغو بریدونو له کبله د اوښتي مرګژوبلې په اړه جزییات نه شته.
ورته مهال، د حماس یو چارواکي عزت الراشق په یو بیان کې ویلي چې پر رفح د اسراییل هر ډول برید به د اوربند مذاکرات له ګواښ سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل پر سرحدي سیمه «کرم ابو سالم» د حماس له برید وروسته، اسراییل له فلسطیني وګړو غوښتي چې د دغه هېواد له پلان شوي برید وړاندې د رفح ښار له ختیځو سیمو ووځي.
اسراییلي پوځ ویلي چې فلسطینیان دې په المواسي او خان یونس کې د بېځایه شویو خلکو لپاره ساحوي روغتونونو او بشردوستانه کمپونو ته لاړ شي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي و چې که له حماس سره اوربند وشي یا نه، دوی به په رفح ښار برید وکړي.