کله کله چې یوه کوچنۍ ډله د تصمیم او د خلکو د استازولۍ مقام ته رسېږي، د خلکو رایو ته له کتو پرته لویې پرېکړې کوي او د خلکو له لاس و پښو څخه زولنې لرې کوي. په تاریخ کې ناستې او کوچنۍ جرګې خو مترقي هغه زیاتې شوې دي. له بلې خوا په بیا بیا داسې هم شوي، چې زرګونه کسان سره ټول شوي، د خلکو لاس و پښې يې زولانه کړې او وروسته پاتې تصامیم یې نیولي دي. کله کله د ولس د رایو صندوقونه هم د خلکو د کړاو سبب شوي دي.
جرګه یا د علماوو شورا چې طالبان يې نن یا سبا رابولي، ان که د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د مختلفو قشرونه استازي هم پکې ګډون وکړي، د ملت د ستونزو غوټه نه پرانیزي، ځکه چې د افغانستان لویه ستونزه پخپله د طالبانو ولکه ده، داسې اداره چې دولتي او سیاسي تصامیم پکې مبتذل شوي او څوک پکې د ازادۍ، کاري فرصتونو د زیاتېدو، د بشري ځواک ظرفیت لوړېدو، د خلکو لومړنیو حقونو ته د درناوي او د سلګونو نورو حیاتي مسایلو په اړه خبرې نه کوي؛ بلکې بدوي او مبتذل مسایل لکه د ږیرې لنډوالی یا اوږدوالی، له ښنګرو د پایڅو د پورته کولو اندازه، د قهقهه خندا مکروه یا حراموالی او ورته نور مسایل د سیاست او دولتولۍ اصلي مسایل ګڼل کېږي. د نجونو د ښوونځیو پرانیستل یا دا چې ښځې له محرم پرته څو متره له کوره لرې تللی شي، د طالبانو «انقلابي» مباحث دي. داسې خلک چې جرګه یا ناسته جوړوي، د خیر تمه ترې نه کېږي.
ځینې کسان د طالب «علماوو» ناستې ته هیله من شوي، چې ښايي د نجونو ښوونځي ورسره پرانیستل شي. د ښوونځيو د پرانیستلو یا تړلو په اړه د ناستې جوړول د هر نورم له مخې جنایت دی. ولې یوه ډله زموږ د اولادونو لپاره د ښوونځیو د تړلو یا پرانیستلو تصمیم ونیسي؟ د علم حق غوښتلو ته باید جرګه یا ریفرنډم ونه شي. تعلیم د خواړو او هوا په شان یو حق دی، چې بحث ته اړتیا نه لري. که د طالبانو په شورا کې پرېکړه هم وشي، چې نجونې په دغو شرایطو یا د دومره مودې لپاره ښوونځیو ته تللی شي، ښه خبر نه؛ بلکې د ابتذال واکمنۍ د عادي کولو لپاره یو ګام دی.
جرګه، ریفرنډم او ټاکنې دعا نه ده، چې هر څوک ذکر وکړي، روغېږي به. د ګډونوالو ترکیب، د جرګې یا ریفرنډم موضوع، مدیریت او مشري يې خورا مهم دي. مثلاً که طالبان یوه ورځ د قومي لږکیو د حذف په اړه جرګه وغواړي یا په هېواد کې د مېشت جمعیت د جبري کډه کولو په اړه ریفرنډم وکړي یا د امیر د تعیینولو لپاره ټاکنې، ولسواک کار یې نه دی کړی، ځکه چې اجباري کډوالي، د لږکیو حذف او د امیر تعیین ظالمانه او غیرولسواک کار دی. ملایان او طالب قوماندانان د خلکو د برخلیک د تعیین حق نه لري. زموږ ولس د نورمال او ولسواک حاکمیت وړ دی، د طالبانو په جرګه باید تېر نه وځي. طالب ډله تر هغې چې واک د خلکو ونه ګڼي او قانوني او پر ولسواکو لارو ګام کېنږدي، د خلکو دښمنان به وي او له خلکو سره د دښمنۍ پایله روښانه ده. که په هېواد کې سوکالي، سوله او ټیکاو وځنډېږي، د خلکو د پاڅون شونتیا هم زیاتېږي.