زموږ هېوادوالو په تېرو شلو کالو کې ډېرې خوږې او ترخې خاطرې درلودلې دي. د نسبي مدني ازادیو، د ښوونیزو مرکزونو د پراختیا، د لیک لوست د زیاتېدو او د معاصر مدنیت له کاروان سره د ټولنې د پيوستون د هیلو ژوندي کېدلو خواږه به تر ډېره دوام وکړي او د دغې خاورې اوسېدونکو ته به د تاریخي پشتوانې حس ور وبښي.
په تېرو شلو کالو د جنګ، غفلت، تفرقې، د وحشیانه ګټې وټې ترویج، ټولیز برخلیک ته د سیاستوالو ناژمنتیا او بې عدالتي به تر اوږده وخته د خلکو په ذهنونو کې د ترخو خاطرو په توګه ژوندي وي. بې عدالتي ټولیزه تجربه وه او ښايي هېڅ داسې څوک به په هېواد کې ونه موندل شي، چې پخپله یا خپل خپلوان یې په دې لار کې نه وي قرباني شوي. په دې منځ کې اقتصادي بې عدالتي د اسلامي جمهوري نظام تر ټولو لویه تشه وه. واکمنو په ښکاره چورتالان او د محرومو او تر لاس لاندې وګړو د حقونو په پایمالولو سره خلک له نظام څخه ناهیلي کړل او د واک او پانګې پر سرچینو د انحصار له کبله يې له وطن سره د پیوند او مالکیت حق له خلکو واخیست. له همدې کبله پر ازادۍ، سوکالۍ او غیرطالباني نظام په میلیونونو مین کسان د نظام د پرځېدو په درشل کې یوازې نندارچیان پاتې شول، ټولیز اقدام يې ونه شو کړای او د پرځېدو پر وړاندې يې د مقاومت انګېزه نه درلوده.
دا وضعیت روان دی، ځکه چې طالب مخالفانو تر اوسه د خلکو باور بیاځلي نه دی ترلاسه کړی. د جمهوریت پر دسترخوان ورګډ، د واک خاوندانو او هغو کسانو چې د ولسي دولت ستنې رانسکورولې، تر اوسه هېڅ یوه پښيماني نه ده څرګنده کړې. هېڅ زورواکی له خلکو د مال د چورتالان له کبله نه دی پښېمانه شوی او اوس چې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي، د اسلامي جمهوريت قوماندانان، والیان، وزیران او نور چارواکي د خپلې بې حسابه پانګې پر ټولولو بوخت دي. د اسلامي ګوندنو عدالت پلوي مشران او ځینې نور کيڼ اړخي سازمانونه چې ځان د سوسیالیزم مبارزان ګڼي، تر ستوني په ډالرو کې ډوب دي.
د طالبانو د «امارت» پر وړاندې د اسلامي جمهوري نظام متعصبه دفاع که له یوې خوا د واک ځینې مدعیانو ته په راتلونکي احتمالي جوړجاړیو کې د «ګډون» چانس په ګوتو ورکوي، له بلې خوا هغو مېرمنو او سړیو ته چې ولسواکي د لوږې ګراف د ټيټولو، عصري لیک لوست ته د نجونو او هلکانو د لاسرسي او د نماینده او خدمتګار دولت د جوړېدو لپاره غواړي، پخوانی نقد د مبارزې یوه مهمه لار ده. په دې نقد کې له دولتي خزانې او د خلکو له پانګې سره د اسلامي نظام د واکمنانو چلن ډېر مهم دی او د طالبانو پر مخالفانو د عامو وګړو په باور کې ګټور ثابتېدای شي. تر طالب وروسته حکومت باید له زورواکي او چورتالان چې همدا نقاب جمهوریت اچولی و او طالباني جهالت يې هم تر شا پټ دی، درس واخلي.