واوره ورېدل؛ د کابل – غور لویه لار تړل شوې ده

۸صبح، غور: د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د سختې واورې ورېدنې له امله د کابل – غور لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
دغه لویه لار یکشنبه د کب میاشتې پر ۷ د بکک کوتل په اړوند سیمه کې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د دغې لارې د بندېدو له امله د کوتل دواړو غاړو ته لسګونه مسافر بند پاتې دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د دغه سړک د پاکولو کار روان دی.
پر دې لاره بند پاتې مسافر غوښتنه کوي، چې لار دې بېرته پرانیستل شي.
په همدې حال کې د واورې د ورښت له پیل راهیسې د کابل – غور لویه لار څو ځلې د مسافرو پر مخ تړل شوې او د دې سیمو خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.