د کندهار ارزګان لویه لاره له کلونو راهیسې خرابه ده او حکومت یې د رغولو لپاره هېڅ نه دي کړي. پر دغه لاره مسافر وايي چې ډېر ځله یې ناروغانو د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړی او د لارې په اوږدو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.
د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، داسی ښکاري چي دولت ارزګان ولایت د افغانستان له جغرافيې ایستلی ځکه ددې ولایت د سړکونو ترڅنګ په دولتي خدماتو کې ګڼې ستونزې موجودې دي.
دوی وايي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د دې لارې یوه برخه حکومت او بله برخه یې طالبانو د مسافرو پر مخ تړلې وه.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې ددې لارې د تړل کېدو له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي ځکه له یوې خوا خرابه لاره او له بله پلوه د لارې په اوږدو کې له سوداګرو پيسې اخیستل کېږي.
دوی وایي: که د ارزګان لویه لاره خلاصه شي ښايي د دغه ولایت د اوسېدونکو زیاتي ستونزي اوارې شي او خلګ په ډاډه زړه کندهار ولایت ته د خپلو اړتیاوو د برابرولو لپاره سفر وکړي.
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد بیا وايي، هڅې روانې دي چي د ارزګان ولایت لارې خوندي کړي چې خلک وکولی شي په ډاډمنه توګه د ارزګان – کندهار پر لاره تګ راتګ وکړي.
د ارزګان والي زیاتوي له مرکزي حکومت سره یې د لارې د امنیت د خوندیتوب لپاره یو پلان جوړ کړی چې ډېر زر به عملي شي.
د ارزګان – کندهار ترمنځ څو لارې دي چي یوه یې څو کاله مخکي د طالبانو د فعالیت له امله وتړل شوه او ځايي ادارې په غرونو کې یوه نوې لاره جوړه کړه چې ډېره خرابه وه.
خو اوس دغه دواړې لارې په بشپړه توګه ویجاړې شوې او د طالبانو په واک کې دي چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.