۸صبح، کابل: په جلاوطنۍ کې د بشري حقونو د مدافعانو فدراسیون په پاکستان کې د هېواد د درېیو وګړو له نادرکۍ وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د امنیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي فدراسیون شنبه د غويي پر لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال له وسلهوالو بریدونو، نیول کېدو او تښتونو سره مخ دي.
د بلخ د کابل بانک پخواني رئیس عبدالواحد رسولي ته نږدې سرچینو جمعه شپه ۸صبح ورځپاڼې ومنله چې نوموړی او دوه ملګري یې د اسلاماباد ښار له (I-10) سیمې څخه نادرکه شوي دي.
د رسولي د کورنۍ غړو ویلي چې دوی څو څو ځلې د دغه ښار د پوليسو پوستو ته مراجعه کړې؛ خو په وینا یې، د هغه او ملګرو نیول یې تر اوسه نه دي تایید شوي.
د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فدراسيون دا هم ويلي چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د کډوالۍ دوسيې په چټکۍ سره نه څېړل کېږي او د طالبانو له خوا د غچاخیستنې ګواښ سره مخ دي.
دغه فدراسیون له کوربه هېوادونو غوښتي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د خوندي لېږد لپاره هر اړخیزه طرحه جوړه کړي.
وروسته له هغې چې طالبان په هېواد کې واک ته ورسېدل، ډېری خلک په تېره بیا پخواني پوځيان، ملکيکارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او خبریالان له افغانستانه ووتل او پاکستان او ایران ته کډوال شول.
هغه څه چې په پاکستان کې یې مېشت افغان کډوال اندېښمن کړي، په دغه هیواد کې د وسلهوالو بریدونو وېره او افغانستان ته جبري شړل دي.