۸صبح، کابل: د ناروې د کډوالو شورا منشي، چې اوسمهال په کابل کې دی په خپلو ترټولو تازه څرګندونو کې یې د طالبانو پروړاندې د نړۍ د متحد پیغام غوښتنه وکړه.
د ناروې د کډوالو شورا منشي یان اګلنډ سه شنبه د مرغومي پر شلمه نېټه په یوه ټویټ کې کابل کې د قطر او ترکیې له سفیرانو سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
اګلنډ لیکلي، چې افغانستان کې د ښځو د زدهکړو او کار د ممنوعیت د لغوې په موضوع کې د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د قطر او ترکیې له یووالي منندوی دی.
د ناروې د کډوالو شورا منشي زیاته کړې: «موږ د طالبانو د مشرتابه پروړاندې یوه متحد نړیوال پیغام ته اړتیا لرو.»
د ناروې د کډوالو شورا دوې ورځې مخکې کابل ته سفر وکړ. داسې برېښي چې هغه افغانستان کې د ښځو پر کار او زدهکړو د ممنوعیت د لغوې لپاره هڅې پيل کړې دي.