امو سیند د منځنۍ اسیا تر ټولو اوږد سیند دی، چې د پامیر له غرونو سرچینه اخلي. دغه سیند د څلورو هېوادونو افغانستان، ترکمنستان، ازببکستان او تاجیکستان ترمنځ ګډه پوله جوړوي. د پسرلي په موسم کې، د اوبو په زیاتوالي سره د دغه سیند د اوبو کچه لوړېږي او شاوخوا سیمې یې ویجاړوي.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې د پسرلي په موسم کې د امو سیند د اوبو زیاتوالی هر کال، د دغه ولایت ځینې ځمکې له منځه وړي. د هغوی په وینا، د دغه سیند د اوبو کچې زیاتوالي هر کال د دې ولایت «سلګونه» جریبه کرنیزې ځمکې او ځنګلونه ویجاړوي. د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا، دغه سیمه کې د استنادي دېوالونو د نشتوالي له امله، د افغانستان په لوري د تاجیکستان ځمکه پراخېږي.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ اوسېدونکي سبحان الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالۍ «عغرب کاکل»، «سکسکول» او «ای خانم» کې، د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ او ینګي قلعه ولسوالۍ ځینې سیمو کې د امو سیند د اوبو زیاتوالي لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې او ځنګلونه له منځه وړي. سبحان الله زیاتوي: «د هر کال په اوښتو سرحدي سیمه کې د تاجیکستان ځمکه پراخېږي. دا ستونزه مو څو ځله له اړوندو مسوولانو سره شریکه کړې ده؛ خو هغوی د استنادي دېوال جوړولو لپاره هڅه نه ده کړې.»
امو سیند د هېواد په شمال کې له تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان سره د افغانستان د پولې ډېری برخې جوړوي. دغه سیند د افغانستان او درېیو نورو هېوادونو ترمنځ کابو یو زر او ۲۰۰ کیلومتره ګډه پوله جوړوي.
د ینګي قلعې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي محمد جویا وویل، چې د امو سیند اوبو تر اوسه د تخار څو ولسوالیو کې سلګونه هکتاره کرنیزې ځمکې له منځه وړې دي. د هغه په وینا، که حکومتي مسوولان پام ونه کړي، ښايي تر راتلونکي کال پورې سلګونه هکتاره کرنیزې ځمکې د اوبو خوراک شي. جویا زیاته کړه، چې تاجیکستان د دغه سیند اوبو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره، پیاوړي دېوالونه جوړ کړي او له همدې امله اوبو د افغانستان خوا ته مخه کړې ده.
عبدالله نظري د دغې ولسوالۍ یو قومي مشر دي. نظري وویل، چې د افغانستان په خاوره کې د پسرلي په موسم کې د امو سیند ویجاړي پیلېږي او له همدې امله، هر کال د هېواد څو کیلومتره ځمکه په تاجیکستان پورې تړل کېږي. دغه قومي مشر جوته کړه، چې تر اوسه حکومت نه دی توانېدلی، د امو سیند تر څنګ استنادي دېوال جوړ کړي او له همدې امله د دغې ولسوالۍ کرنیزې ځمکې او ځنګلونه د اوبو په زیاتېدو سره ویجاړېږي. عبدالله نظري څرګنده کړه، چې دولت باید د امو د اوبو غاړې د کلکولو زمینه برابره کړي، تر څو له دې لارې د کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو او هېواد د جغرافیې د حذف کېدو مخه ونیول شي.
له بلې خوا، تخار ولایت کې د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي رییس احمد سیر ساجد وویل، چې د امو سیند د سواحلو پياوړي کول میلیونونه ډالر لګښت لري او ځایي اداره د دې کار وس نه لري. د ساجد په وینا، مرکزي مسوولان باید د امو سیند څنګ ته د استنادي دېوالونو جوړولو لپاره لویه بودیجه ځانګړې کړي.
یوازې تخار ولایت نه دی، چې د امو سیند د اوبو زیاتېدو له امله یې هر کال یوه برخه ځمکه د تاجیکستان له خاورې سره نښلول کېږي؛ بلکې په کندوز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې هم دا ستونزه موجوده ده.