۸صبح، پنجشېر: سرچینې وايي چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده، په پنجشېر ولایت کې ددې ډلې والي او امنیه قوماندان کندهار ته ورغوښتي دي.
درېیو معتبرو سرچینو نن چهارشنبې د لیندۍ په ۲۳مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په پنجشېر کې د طالبانو والي محمد حسن هاشمي او امنیه قوماندان ملامحمد طیب حقاني اوسمهال په کندهار کې دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر دا دوه تنه د هغه څه له امله چې د پنجشېر د سیاسي او امنیتي وضعیت د کنټرول په برخه کې ناغېړي بلل کېږي، ورغوښتي دي.
سرچینې زیاتوي چې ښايي دا دوه تنه له خپلو دندو ګوښه شي.
د ویلو ده چې له څو میاشتو راهیسې په پنجشېر کې د طالبانو خپلمنځي اختلافات زیات شوي دي.
څه موده مخکې د پنجشېر په شپږو ولسوالیو کې د طالبانو ولسوالان او قوماندانان له خپلو دندو ګوښه شول او پرځای یې نوي کسان وګمارل شول.