نړیوال جهاد ته د هبت‌الله ژمنتیا؛ طالبان له پولې اخوا جګړې ته چمتو کیږي

حسیب بهش

د طالبانو د ډلې مشر ملاهبت‌الله، ددغې ډلې غړو ته امر کړی چې له هېواده بهر جګړې ته چمتو شي! دغه موضوع د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو د بشري سرچینو له رئیسانو سره د هبت‌الله د کتنې په راپور کې روښانه شوې ده. ددې راپور یوه نسخه چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، ښيي چې هبت‌الله ترخپل لاس لاندې کسان له پولې هاخوا د جګړې پراخولو ته هڅوي. د هغه په ​​وينا، طالب جنګيالي بايد خپلې زغرې واغوندي او په ټوله نړۍ کې د شريعت واکنمولو ته چمتو شي! هبت‌الله څرګنده کړې ده، چې یوه ورځ به د نړۍ نورو برخو ته د طالبانو غړي واستوي. دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له لوېدیځ او په ځانګړې توګه له امریکا سره د طالبانو د هوکړې له مخې، ددې ډلې رژیم هېڅ ډلې ته اجازه نه‌ورکوي چې د نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي. سره له دې چې کارپوهان په دې باور دي چې طالبان اوس‌مهال د ځواکونو  د لېږلو وس نه‌لري، خو د نړیوالو سخت دریځو ډلو د غړو د ساتنې لپاره د یوې جغرافیې  په لرلو سره، اوس ددغو ډلو د ملاتړي او الهام ورکوونکي په توګه عمل کوي. باورونه دادي، چې هغه شمېر طالبان چې نړیوال جهاد ته ژمن دي، غواړي خپل جنګیالي په راتلونکي کې، د نورو نړیوالو سخت دریځو ډلو د ملاتړ لپاره، را چمتو کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د باوري معلوماتو له مخې، اوس د طالبانو غړي، د هبت‌الله په امر جګړې لپاره، پاکستان ته تللي دي. دغه راز ددې ډلې ځينې کسان، چې په هېواد کې د کلونو جګړو مخینه لري، له اصلي او جعلي هویتونو سره، نورو هېوادونو ته ځي.

د ۱۴۰۱ کال د مرغومې په ۱۷مه، د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله دفتر، ددې ډلې تر واک لاندې وزارتونو او خپلواکو ادارو د بشري سرچینو رئیسانو ته، د یوه لیک په لېږلو سره، په کندهار کې د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه. دا غونډه د مرغومې په ۲۰مه جوړه شوه او د ۱۲ مخیز راپور له مخې، چې یوه کاپي یې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، د طالبانو ترواک لاندې ادارو، د بشري سرچینو ۳۲ رئیسان له غونډې درې ورځې وړاندې په رسمي او شخصي ډول کندهار ته وبلل شول. دغو کسانو چې ټول د طالبانو غړي دي، له ملاهبت‌الله سره تر کتنې مخکې، پوره یوه ورځ د خپلو ستونزو په لیکلو تېره کړه. هغوي په دې ورځ خپل مشرلپاره، حل‌لارې توحید کړې. ددغو کسانو په وړاندیزونو کې دا هڅه هم شامله وه چې ددې ډلې غړي د هغو امتیازونو وړ وبلل شي چې د ملکیت د قوانینو له مخې حکمي  کسانو ته نه ورکول کېږي. بله مهمه موضوع د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو مکلفیت روښانه کول وو. د عامه افکارو برخلاف چې ګواکې یوازې د طالبانو د ډلې مشرتابه کړۍ د ښځو د تعلیم او کار مخالفه ده، ددغې ډلې د بشري سرچینو ټولو رئیسانو پخپلو وړاندیزونو کې ویلي، چې که د یوې ښځینه کارکوونکې پر ځای د کورنۍ نارینه ونه ګمارل شي او یا هغې ادارې ته تبدیله نه کړای شي چې ښځینه کارکوونکې کې پکې د کار اجازه لري، نو ددغو ټولو کارکوونکو بستونه دې تنقیض شي. دا وړاندیز د نفقه راوړونکو ښځو اړتیاوو ته له پاملرنې او ادارو ته د هغوی د بېرته ستنېدو له ټينګار پرته، مطرح شوی دی او په واقعیت کې د طالبانو په لیکو کې، د ښځو د ضدیت عمومیت ثابتوي.

دغه راز د طالبانو اړوند وزارتونو او ادارو د بشري سرچینو رئیسانو خپلې ننګونې او  وړانیز کړې حل‌لارې، په لیکلي ډول له ملاهبت‌الله سره شریکې کړې دي. په راپور کې ویل شوي، چې رابلل شویو کسانو په «حاضرۍ» کې د هغوی د نومونو له اخیستلو وروسته، له هبت‌الله سره د غونډې په اړه، «مهمې لارښوونې» ترلاسه کړي او بیا هغه ته ورغلي دي. هغه لارښوونې چې طالبانو مهمې بللي، په خپل راپور کې یې نه دي یاد کړي. د غونډې په لړ کې د هغوی غړو کومه ځانګړې ونډه نه درلوده. داسې چې دا غونډه له غرمې وروسته هم روانه وه او هبت‌الله د وینا ترڅنګ، د هغوی د کاري بهیر په اړه پوښتنې کړې دي. د غونډې غړو یوازې دغو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي دي. د طالبانو مشر دغه راز لارښوونه کړې ده، چې د طالبانو د استخدام بهیر باید اسانه وي او یوازې په تذکره کې د یو کس پر ثبت شويو معلوماتو بسنه وشي. په غونډه کې هبت‌الله د کارکوونکو د ګوښه کولو او ګمارلو د قانون د ورسپارلو غوښتنه کړې ده، څو له بیا کتنې او بدلون وروسته یې تصویب کړي.

د غونډې په ترڅ کې د ۳۲ رابلل شویو مشرانو یوازینۍ ونډه دا وه چې د غونډې په پای کې هغوی د ولس لخوا دغه نه‌لیدل شوي مشر سره روغبړ وکړي او ځانونه وروپيژني. د غونډې په څو ساعتونو کې، هغوی یوازې د اورېدونکو په توګه حاضر ول او د هغوی لخوا هېڅ نظر، نیوکه، وړاندیز یا اندیښنه نه ده مطرح شوې. له رابلل شویو کسانو سره د دا ډول چلند دا په ډاګه کوي چې د طالبانو مشر، په ناستو کې هیڅ خبرې ته غوږ نه نیسي او خپل نظریات د غونډې له غړو سره شریکوي. باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې له ملاهبت‌الله سره ترلیدو مخکې، ورغلي کسان باید د همغږۍ لپاره د کندهار له والي (محمدیوسف وفا) سره، چې دده باوري کس دی، وګوري. دا کار په واقعیت کې د طالبانو د مشر د ځانګړنو یوه برخه ده؛ ځکه چې هغه له هر چا سره نه ګوري. د والي له هوکړې او د طالبانو له مشر سره د لیدنې له څرنګوالي سره تر بلدتیا وروسته، د کندهار په منډیګک ماڼۍ کې، د هغوی لپاره د بشپړې یو اړخیزې کتنې زمینه برابرېږي. داسې کتنې چې څوک د طالبانو د مشر مخ نه شي لیدلای.

یو شمېر هغه کسان چې له ملاهبت‌الله سره یې کتلي، وايي چې هغه ان په یوه محدوده انفرادي غونډه کې هم د لویې جرګې د غونډې او یا د کندهار په حکیمیه جومات کې د هغه د وینا په څېر، له حاضرینو مخ اړوي. تر ټولو مهمه دا چې د طالبانو مشر یوازې له ځانګړو کسانو سره کتلي دي، چې پکې د طالبانو د کابینې غړي، یو شمېر قوماندانان، یو شمېر سوداګر، یو شمېر قاضیان او ځینې قومي مشران شامل دي. د کتنې دا بڼه دا احتمال پیاوړی کوي چې دغه کس واقعي ملاهبت‌الله نه دی، مګر دا چې وروسته په عام محضر کې د هغه په راڅرګندېدو سره دا مساله روښانه شي!

د طالبانو مشر د بشري سرچینو له رئیسانو سره په کتنه کې څه وویل؟

د طالبانو مشر ددغې ډلې تر کنټرول لاندې د ادارو د بشري سرچینو له رئیسانو سره په کتنه کې د غونډې غړو ته لږ تر لږه شل ټکي تشریح کړي دي. د طالبانو د نظام پرمصالحو ټینګار، د هغو کسانو د ګوښه کولو مخنیوی چې ددې ډلې له ماهیت سره سمون نه خوري [په کنایه د تېر حکومت ملکي مامورینوته اشاره]، د پېژندګلوۍ پر بنسټ د بې‌کفایته کسانو ګمارل خیانت ګڼل، له «شرعي دلیل» پرته د استعفا د مفکورې ردېدل، د طالبانو د مخالفینو د نیوکو بابېزه ګڼل، په ټولو چارو کې له ملایانو سره مشوره، د یوه بشپړ او بې‌نیازه نظام په توګه پر شریعت تکیه، د قوانینو او مقرراتو نوي کول، د ادارو طالباني کول او ځینې نورې له نصیحته ډکې خبرې ملاهبت‌الله د بشري سرچینو د رئیسانو تر غوږونو ورتېرې کړې دي.

په دې لړ کې ځینو مهمو مسایلو ته چې د طالبانو د مشر نړۍ لید او د نړۍ د نیولو په تړاو د هغه پلانونونه بیانوي، اشاره شوې ده. هبت‌الله په خورا مهم مورد کې، د طالبانو د ادارو د بشري سرچینو رئیسانو ته امر کړی چې په افغانستان کې دننه د «شریعت» د ټینګښت ترڅنګ په نړۍ کې هم د هغه د واکمنېدو لپاره چمتووالی ونیسي. هغه ویلي دي چې طالبان اوس د کليو د خلکو له مسلمانولو  وروسته له دښتې نه ښار ته راغلي او بايد د ښار خلک اسلام ته راوبولي، څو دده په وينا، له دې ډلې او د هغې له ايډيالوژۍ سره هېڅوک مخالفت ونه کړي. د طالبانو د مشر په وینا، ټول هېوادوال باید «ریښتیني او مخلص مسلمانان» شي څو دا ډله په ټوله نړۍ کې اسلامي نظام حاکم کړي. هبت‌الله ویلي دي چې یوه ورځ  د نړۍ نورو برخو ته د طالبانو د استولو امر صادروي. د طالبانو د مشر د وینا په یوه برخه کې ددې ډلې تر واک لاندې وزارتونو او خپلواکو ادارو د بشري سرچیو رئیسانو ته په خطاب کې راغلي: «اوس چې ښارونو ته راغلي یاست، د ښارونو خلک هم د متعال خدای دین ته راوبولئ او هغوی له دین سره داسې آشنا کړئ چې په ټول افغانستان کې  يو کس هم مخالف پاتې نه‌شي، بلکي ټول باید داسې رښتیني او مخلص مسلمانان شي او ستاسو ملاتړ وکړي، چې وکړای شئ، په ټوله نړۍ کې اسلامي نظام حاکم کړئ. هرکله چې د افغانستان ټول خلک د دین لپاره قربانۍ ته چمتو شول، نو چیرته چې ما د تلو امر درته وکړئ باید ولاړ شي. که رښتیا د دین او شریعت حاکمیت غواړئ، نو قربانۍ ته چمتو اوسئ او زغره واغوندئ.»

له دې سره هممهاله چې هبت‌الله د نړۍ نورو برخو ته د طالبانو د غړو د لېږلو خبره کوي، کارپوهان وايي چې دا ډله اوس په سیمه کې د جهادي ډلو تر ټولو مهم ملاتړی او انګېزه ورکوونکی ګرځېدلی او ښايي په راتلونکي کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لوی سرخوږي رامنځته کړي. ویل کیږي، چې له القاعده سره ددې ډلې نږدې اړیکو ته په پام سره به، له بهرنیو جهادیانو د طالبانو ملاتړ، د وخت په  تېرېدو سره، د سیمې له پولې هاخوا ورسېږي. د خبریال (فردوس کاوش) په باور، د ملاهبت‌الله خبرې او دریځونه دا په ډاګه کوي چې د طالبانو جنګي ماشین فعال دی. هغه وايي چې دا ډله اوس‌مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک ملاتړ کوي او ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې د طالبانو له جغرافیې نه د ملاهبت‌الله په بیعت سره، د پاکستان پر ضد کار اخلي.

ملاهبت‌الله څوک دی؟

ملاهبت‌الله اخندزاده د طالبانو د اوسني مشر په توګه یادیږي. ۸صبح د باوري ځايي سرچینو له لارې، د ملاهبت‌الله هویت څېړلی او د ملاهبت‌الله د هویت په تړاو یې، د طالبانو او غیرطالب سرچینو لخوا، تر اوسه خپاره شوي اسناد او راپورونه یې څېړلي دي. د يادو سرچينو د معلوماتو له مخې، نوموړى شاوخوا ٥٧ کاله عمر لري او د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په (ناخوني کلي) کې زېږېدلى دى. پلار يې په اصل کې په قوم نورزی دی. د طالبانو د مشر کورنۍ په اصل کې د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اوسېدونکې وه او له هغه ځایه پنجوايي ولسوالۍ ته کډه شوې ده. هبت‌الله په یوه مذهبي کورنۍ کې زیږیدلی او پلار او نیکه یې هم ملایان ول. پلار يې مولوي (محمدخان) له څو نورو کسانو سره په کندهار کې د نورمحمد تره‌کي د حکومت پر ضد، د ۱۳۵۷ کال په پاڅون کې کې ونډه لرله. هغه مهال د هبت‌الله کورنۍ د ریګ سیمې  ته چې د کندهار د اوسنۍ عینو مېنې اړوند سیمه وه، تللې وه. د شورویانو له برید او د هبت‌الله د پلار له وژل کېدو وروسته، هغه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړ او د بلوچستان په جنګل پیرعليزي کمپ کې مېشت و.

هبت‌الله له ماشومتوبه دیني درسونه تعقیب کړي او د حدیثو دوره یې د طالبانو د اوسني وزیر (ملاحبیب‌الله) په ګډون له یو شمېر ملایانو سره بشپړه کړې. له شوروي سره د جګړې پرمهال په کلنيو رخصتيو کې، له بلوچستانه کندهار ته راته او د ملا (حاجي‌محمد اخند) په جبهه کې يې جګړه کوله. په دغه جبهه کې د طالبانو پخوانی مشر ملا (اخترمحمد منصور) او ددې ډلې اوسنی لومړی وزیر ملا محمدحسن هم حضور درلود. دغه جبهه په لومړیو کې د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د اسلامي انقلاب حرکت د ګوند د تشکیلاتو یوه برخه وه او وروسته د مولوي محمد یونس خالص په مشرۍ له اسلامي حزب سره یوځای شوې ده. د معلوماتو له مخې، په دغو جګړو کې یو ځل هبت‌الله  ټپي شوی دی.

د طالبانو اوسنی مشر د ملا محمدعمر په مشرۍ، ددغه غورځنګ د رامنځته کېدو پرمهال، د هغه څنګ ته راغی او په کندهار کې د طالبانو د نظامي محکمې غړی شو. هغه د طالبانو تر لومړي ځل واکمنېدو وروسته، (۱۳۷۵ کال) کې د کابل د نظامي محکمې رئیس او بیا په ننګرهار کې د ختیځ زون د نظامي محکمې رییس شو. دوه کاله وروسته بېرته خپلې پخوانۍ دندې ته راستون شو او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ ترپایه پورې په کابل کې د پوځي محکمې مشر پاتې شو. د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته، هبت‌الله له یو شمیر نورو کسانو سره یوځای د طالبانو د منظمولو لپاره، د ارشاد او بلنې دنده پر غاړه واخیسته او د څه مودې لپاره د طالبانو د محاکمو مشر پاتې شو.

هغه په ۱۳۹۴ کال کې، د ملا محمدعمر د مړینې له اعلان او د هغه د ځای‌ناستي په توګه د ملا اخترمحمد منصور له ټاکل کېدو وروسته، د طالبانو د ډلې مرستیال وټاکل شو او یوازې ۱۰ میاشتې په دغه مقام پاتې شو. وروسته بیا ملاهبت‌الله د «حاج محمد حسني» په جومات او بیا «مسجد الحج»، کې د امامت ترڅنګ، د طالبانو د لیکو د تنظیمولو مسوولیت هم پر غاړه واخیست. هغه مهال طالبان د ملا محمدرسول د ډلې د جلا کېدو په ګډون، له یو لړ اختلافاتو سره مخ ول. هبت‌الله ددې ډلې د مشرانو د یو ځای کولو ترڅنګ، هلته ګڼ طالب جنګیالي هم وروزل. په ۱۳۹۵ کال کې د اخترمحمد منصور له وژل کېدو سره، هبت‌الله د مخالفتونو په لړ کې، د طالبانو د ډلې مشر شو. هغه مهال د ملا محمدعمر زوی ملا یعقوب د ملا منصور د ځای‌ناستي په توګه یادېده. طالبان خپل اوسنی مشر، یو چوپ کس بولي او د هغه د ټاکلو لامل ددې ډلې، د لیکو د یووالي لپاره د نوموړي هڅې ګڼي. خو د طالبانو لخوا ددې تعریف برعکس، هغه د خپل دیني چلند له نظره خورا سخت دریځی دی او هیڅ ډول تعامل چې دده په باور د طالبانو د ایډیالوژۍ خلاف وي، نه مني. د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر تړلو ټینګار، دا مسأله نوره هم جدي کړې ده.

د ډېرو طالب مشرانو پرخلاف، ملاهبت‌الله یوازې یوه مېرمن لري او د واده حاصل یې پنځه زامن او درې لوڼې دي. د هغه د زامنو له منځه دوه هغه د طالبانو په لیکو کې وژل شوي دي. د هبت‌الله زوی د هلمند په ګرشک کې پر پخوانیو پوځیانو ځانمرګی برید ورکړ. د هغه بل زوی د امریکايي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. په کوټه کې په یوه چاودنه کې، د هغه یو زوی ټپي شوی دی. په هغه پېښه کې چې اصلي هدف یې ملاهبت‌الله و، د هغه ورور ملا احمدالله، له درېيو نورو سره یوځای ووژل شو. د يادونې وړ ده، چې د نوموړي کورنۍ اوسمهال د کندهار ښار، د لسمې امنيتي حوزې اړوند په کمانډو ښارګوټي کې ژوند کوي. داهغه ځای دی چې پخوا د امنیتي ځواکونو کورنۍ پکې اوسېدې.

د يادونې وړ ده، چې په وروستيو کلونو کې د طالبانو پر مشرانو  پرلپسې بریدونو ته په پام سره، د هبت‌الله په نوم فردي هويت، چې اوس ددې ډلې مشري کوي، پټ پاتې شوى او تر اوسه دا نه ده ثابته شوې، د طالبانو د مشر په څېره کې اوسنی کس، ایا اصلي ملاهبت‌الله دی او کنه!؟ رویټرز په لومړي، ځل شپږ کاله وړاندې، راپور ورکړ چې ملاهبت‌الله په پاکستان کې د یوه جومات امامت درلود. د طالبانو غړو ویلي وو، چې نوموړی د وروستي ځل لپاره د کوټې په کچلاغ سیمه کې، د الحج  جومات امام و او د طالبانو د مرستیال په توګه تر ټاکل کېدو وروسته یې هغه جومات او بیا هغه ځای پرېښود. وروسته بیا د هغه د مرګ خبرونه خپاره شول. په ۱۳۹۸ کال کې په کوټه کې د حاجي محمد حسني په جومات کې، په چاودنه کې چې د ملاهبت‌الله د ورور د وژل کېدو لامل شوه، داسې ګمانونه وو، چې د طالبانو مشر هم وژل شوی دی. دا خبر وروسته د طالبانو لخوا رد شو. فارن پالیسي په ۲۰۲۰ کال کې راپور ورکړ چې ملاهبت‌الله ښايي د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی وي. هغه مهال طالبانو تایید کړې وه، چې ملاهبت‌الله په کرونا ویروس اخته شوی، خو ویلي یې و، چې روغ شوی دی. په وروستۍ پېښه کې، په ۱۴۰۰ کې سرچینو وویل، چې ملاهبت‌الله او د طالبانو څو نور مهم غړي، د کوټې په چلو باولي کې، د حافظ عبدالمجید په کور کې، په یوه چاودنه کې وژل شوي دي. طالبانو دا خبر هم رد کړ او ویې ویل چې مشر یې ژوندی دی.

ددې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته، که څه هم تصور کېده چې ملاهبت‌الله به په عام محضر کې راڅرګند شي، خو تر اوسه داسې نه دي شوي. په دې بهیر کې یوازې د هبت‌الله په نوم د یوه کس د حضور خبرونه خپاره شوي او هغه هم یوازې د ګوتو په شمار څو غونډو کې. د تېر کال په نيمايي کې طالبانو اعلان وکړ، چې ددې ډلې مشر د لومړي ځل لپاره د کندهار ښار په حکيميه مدرسه کې راڅرګند شوی او حاضرينو ته يې وينا کړې ده. بلخوا، په کابل کې د طالبانو د ملا امامانو په غونډه کې چې په چنګاښ میاشت کې وشوه، دغې ډلې په لویه جرګه کې د ملاهبت‌الله د ګډون خبر ورکړ. په هغې غونډه کې د طالبانو د مشر حضور ځکه د رسنیو د پام وړ شو، چې  ګواکې ملاهبت‌الله حاضرینو ته د شا په اړولو سره وینا کړې وه. خو طالبانو ادعا کړې، چې ملاهبت‌الله د لویې جرګې په تالار کې له ګډونوالو سره مخامخ شوی و. دغه راز په کندهار کې د طالبانو د کابینې د غونډې په ګډون په بېلابېلو غونډو کې د هغه د ګډون ډېر راپورونه ورکړل شوي، خو تر اوسه د طالبانو د مشر د اصلي هویت په اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی.

ډېری شنونکي په دې باور دي چې ښايي د ملاهبت‌الله په نوم بل کس د طالبانو د ډلې مشري وکړي، دا هغه مسأله ده چې د افغانانو او د چارو د شنونکو لپاره لاهم ګونګه ده. تر دې مخکې څېړونکو ویلي وو، چې د ملاهبت‌الله په اړه پوره معلومات په لاس کې نشته او طالبان د خپلو دوو پخوانیو مشرانو له وژل کېدو وروسته هڅه کوي په خپلو لیکو کې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د خپل مشر هویت وساتي او د هغه په اړه معلومات پټ کړي.

ولې باید نړۍ د هبت‌الله ګواښ جدي ګڼي؟

د طالبانو د مشر د هویت په اړه له ګمانونو سره سره، د طالبانو په لیکو کې دننه او د افغانستان د چارو  په اړه د هغه دریځونه او پرېکړې تل د پام‌وړ دي. ډیری خلک هغه د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي لپاره یوه جدي ننګونه ګڼي. د نجونو د ښوونځیو له تړلو نیولې بیا د ښځو پر تحصیل او کار د بندیز تر لګولو پورې، هغه موردونه بلل کیږي، چې د نوي نسل راتلونکی یې له ننګونو سره مخ کړي دي. دا پرېکړې ددې لامل شوي دي، چې ان په طالبانو ډله کې دننه کسان، خلک او ډلې ددې ډلې د راتلونکي لپاره د هغه مشري خطرناکه تصور کړي، ددغو کسانو په ډله کې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستيال ملا برادر اخند، ددې ډلې دفاع وزير ملا محمديعقوب او د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني شامل دي.

بلخوا، د نړۍ د نورو برخو د نیولو په تړاو، د هبت‌الله د پلانونو په اړه چې د طالبانو د راتلونکي لپاره خطرناک ګڼل کیږي، د نورو طالب مشرانو اندېښنې، د ټولو له سترګو پټې پاتې دي. شواهد ښیي چې هبت‌الله او د طالبانو ډلې د افغانستان له ورتسلیمېدو وروسته، سیمې او ان نړۍ ته ددې ډلې د فعالیتونو د پراختیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، طالبانو د ننګرهار په ګوشتې، لعلپورې او بټي کوټ ولسوالیو کې، د شاوخوا ۱۰ زره پاکستاني طالبانو پر کوربه‌توب سربېره، پاکستان ته د طالبانو د تحریک( ټي‌ټي‌پي)  د جنګیالیو د روزنې او ددې ترڅنګ هغه هېواد ته جګړې لپاره جنګیالي استوي. باوري سرچينې وايي چې اوس‌مهال د ګوشتې ولسوالۍ په سلاله، ماماخېلو، زيارت ډاګ، ژیړي او اوګرې سيمو کې د ټي‌ټي‌پي ډېر غړي مېشت دي.  د پاکستاني طالبانو د تحریک یو شمیر دغه جنګیالي له خپلو کورنیو سره هلته اوسېږي او د عامو خلکو په څېر د ګوشتې ولسوالۍ له بازاره د اړتیا وړ توکي پېري. دغه راز که د پاکستاني ځواکونو لخوا د هوايي بریدونو له لارې، په دغو سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي په نښه شي، طالبان یې په کابل کې درملنه کوي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه جنګيالي ډيورنډ کرښې ته څېرمه سيمو کې اوسېږي او له هغه ځايه په اسانۍ سره پاکستان ته د جګړې لپاره ځي. په دې توګه، د ټي‌ټي‌پي د حضور د سیمې امنیت، د طالبانو لخوا ساتل کیږي  او عام خلک نشي کولای هلته لاړ شي. طالبانو ته یوې نږدې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي: «له لعلپورې نه ډیر جنګیالي خیبر پښتونخوا ته تللي دي. زه یو قوماندان پېژنم چې په دې وروستیو ورځو کې، له ۳۰ کسانو سره تللی دی. دغه قوماندان د خيبر پښتونخوا د سپين تنګي اوسېدونکى دى، چې اصلي نوم يې (ناصر) دى او د اتل په نوم يادېږي. نور قوماندانان بسم الله او عنایت الله دي. یو بل (ملاپیران) نومیږي، چې په اصل کې د سوات اوسیدونکی دی او دا مهال په کاشکوټ او ګوریک کې اوسیږي. اوس امارتيان (افغان طالبان) هم د تحریک مهر پر ځان لګوي او خيبر پښتونخوا ته ځي، دوی وايي چې موږ جهاد کوو. دا د ټي‌ټي‌پي د هغه قوماندان خبرې وې چې ویلي یې وو، طالبانو (افغان طالبانو) د پاکستان پر ضد د جهاد اعلان کړی دی.

کارپوهان په دې باور دي، چې د ټي‌ټي‌پي په مستقیم ملاتړ کې د طالبانو رول، د انکار وړ نه‌دی او دوی به په افغانستان کې ددې ډلې د فعالیتونو مخه ونه نیسي. د فردوس کاوش په وینا، د پاکستان طالبانو تحریک ته زمینه ورکول، د طالبانو رژیم له نړیوالو  تحولاتو سره  په اړیکه کې ساتلای شي. ځکه هغه په ​​دې باور دي چې د اټومي وسلو لرونکي هېواد په توګه د پاکستان لپاره د امنیتي ستونزو په رامنځته کولو کې ښکېلېدل، د نړۍ په سیاست کې د طالبانو رژیم مطرح کوي. کاوش ددې موضوع ترڅنګ وايي، چې له ټي‌ټي‌پي د طالبانو ملاتړ سیاسي لامل هم لري. هغه وویل: «د پاکستان د طالبانو تحریک ته ټینګ لاس ورکول، یو سیاسي عامل هم لري او هغه دا چې په افغانستان کې، د تېرو ۴۲ کلونو د تجربو له مخې، هر هغه ځواک چې د پاکستان مخالفت کوي، په دننه کې سیاسي اعتبار ترلاسه کوي. طالبان له دې اړخه ځورېږي، ځکه چې په افغانستان کې عامه افکار دوی په اصل کې په پاکستان کې جوړشوي او ددغه هېواد ترملاتړ لاندې یو ځواک ګڼي.»

د سیمې په کچه د افغانستان په ګاونډ کې چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د ملاهبت‌الله د افکارو او د طالبانو د پراخ فعالیت له ګواښ سره مخ دي. په دې لړ کې د (ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ) او د (ازبکستان اسلامي غورځنګ) غړي په افغانستان کې حضور لري او د طالبانو په ملاتړ سره هڅه کوي چې په چین کې د خپلې خوښې سیمو وضعیت بدل کړي. د بريتانیا له یوې څېړنیزې ادارې سره په خبرو کې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ مرستیال (عبدالسلام ترکستاني) محتاطانه خبرې، په ډاګه کوي چې طالبان پر دغې ډلې کنټرول او ورسره اړیکې لري. ددې ادارې په راپور کې ویل شوي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له طالبانو سره همکاري کوي او له القاعدې نه واټن نیولو ته په پام سره، د طالبانو له لارې خپلې اړیکې جوړوي. دغه راز تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان هم له دې امله اندېښمن دي، چې د افغان طالبانو تر ملاتړ لاندې په دغو هېوادونو کې د ځینو سخت دریځو ډلو د فعالیت احتمال شته.

شنونکي په دې باور دي چې طالبان به په سیمه کې، د جهادي ډلو د فعالیتونو مخه ونه نیسي او دا کار به بالاخره د هېوادونو د ناامنۍ لامل شي. د دوی په وینا د نورو ډلو له فعالیتونو سره د طالبانو مخالفت، یوه ایډیالوژیکه شخړه رامنځته کوي، چې ددې ډلې مشران یې ملاتړ نه کوي. کاوش زیاته کړه، که څه هم دا مهال یوازې د ټي‌ټي‌پي موضوع تر بحث لاندې ده، خو د طالبانو خوځښتونه یوازې ددغې ډلې په فعالیتونو پورې نه‌شي رامحدودېدلای. هغه زیاته کړه:«داسې ښکاري چې په نورو ګاونډيو هېوادونو کې جهاديان ډېر فعال نه دي او له پاکستان پرته نورو ګاونډيو هېوادونو هم تر اوسه دا موضوع په جدي او اساسي ډول رسنیزه کړې نه‌ده، خو لېرې نه‌ده، چې په راتلونکي کې  دغه هېوادونه هم د هغوی پرضد، د افغانستان له خاورې نه د جهادیانو د استفادې له امله، له طالبانو سره د ډیپلوماټیک تقابل پړاو ته ننوځي.»

له سیمې هاخوا هم،  طالبان له القاعدې ډلې سره ژمنې او اړېکې لري او په افغانستان کې ددغې ډلې د نه فعالیت په اړه له هوکړې سره سره، بن لادن ته د الظواهري د وروستي لیک په اړه د ۸صبح ورځپاڼې څېړنیز رپوټ، د دواړو ډلو د تړاوونو ژوروالي په ډاګه کوي. په ځانګړې توګه په داسې حالت کې چې د القاعدې مشران طالبانو ته وفادار پاتې شوي او ددې ډلې مشر د خپل امیر په توګه مني. لاهم نړۍ ته د طالبانو تر ټولو مهم ګواښ دا دی، چې د نورو سخت دریځو ډلو په پرتله یې یوه ځانګړې جغرافیه نیولې او بېلابېلې افراطي او ترهګرې ډلې یې د ځان ترڅنګ ساتلې دي. احتمال لري، چې هغوی به له پولې د هاخوا جګړې د ایډیالوژۍ د پلي کولو لپاره له دغو ډلو نه د یوه تشکیل په توګه کار واخلي او خپل کسان ور اضافه کړي.

ملاهبت‌الله، طالبانو ته امر کوي چې له پولې هاخوا جګړې ته چمتو شي! په داسې حال کې چې ددې ډلې نور مشران د خپل رژیم دوام لپاره، له نورو هېوادونو سره د تړونونو په لټه کې دي. تر دې مخکې الظواهري، په خپل لیک کې د ملاهبت‌الله په ګډون یوازې ملا محمدعمر ته له نږدې کسانو نه رضایت ښودلی و. هغه د منځلارو طالبانو تر نامه لاندې کسان، «خاینان» بللي او ویلي یې و، چې دغه کسان له لوېدیځ سره مذاکرې ته ناست دي. دا څرګنده نه‌ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه به د سخت دریځو ډلو د زیاتېدونکي ګواښ په نظر کې نیولو سره، د ملاهبت‌الله دغه حکم ته، څه ډول غبرګون وښيي. د طالبانو مشر د ځینو هېوادونو د قوانینو او شرایطو په اړه هم سخت دریځ خپل کړی دی. هغه تېره میاشت د پاکستان قوانین غیر اسلامي او ناروا وبلل.

د پاکستاني طالبانو تحریک«ټي‌ټي‌پي» د سلواغې په اتمه «په پاکستان کې د کفري قوانینو په اړه د امیرالمؤمنین د نظر» تر سرلیک لاندې، د هبت‌الله یو غږیز کلپ خپور کړ. ددغه کلپ د ثبت وخت معلوم نه و. په دغه دغه غږیز کلپ کې هبت‌الله ویلي، چې د امریکا په ګډون لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د سیکولر نظام په جوړولو سره اسلام او حکومت بېل کړي. هغه ویلي و، چې که طالبان کمزوري شي؛ نو هغه قانون به عملي شي چې اوس په پاکستان کې نافذ دی. هغه د ​​پاکستان قانون د انګرېز قانون بللی و. تر دې وړاندې طالبانو خپلې جګړې ته په دې تبلیغ سره، چې د افغانستان قوانین د شریعت خلاف دي، دوام ورکړ او بېرته واک ته ورسېدل. د طالبانو د جګړې او واکمنۍ مخینه، ددې ډلې د اوسني رژیم دریځونه او تګلارې او په سر کې یې ملاهبت‌الله، دا ټول په ډاګه کوي چې طالبان به د نړیوال جهاد د اور لمبو بلولو کې، له بهرنیو جهادیانو سره مرسته وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button