۸صبح، کابل: د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، چې طالبان غواړي افغان مېرمنې او نجونې د ژوندانه له ټولو برخو لرې وساتي.
د ښوونې او روزنې دغې پاکستانۍ فعالې نن دوشنبه د غويي پر ۱۹ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «تاریخ د دې شاهد دی، چې افغانان هېڅکله فشار نه مني.»
نوموړې د طالبانو تازه پرېکړه افراطیت ته ستندېدل بللي او ویلي یې دي، چې هغوی نجونې او مېرمنې له کار او زدهکړو ګرځولې او اوس غواړي مېرمنې خپل مخونه هم پټ کړي.
یوسفزۍ ویلي، چې طالبان به خپل محدودیتونو ته دوام ورکړي او له همدې کبله باید د افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږو.
هغې له اسلامي هېوادونو هم غوښتي، چې د افغان مېرمنو او نجونو تر څنګ ودرېږي.
یوسفزۍ ټينګار کړی، چې ان په دې حالت کې هم افغان مېرمنې واټونو ته وځي او د خپلو انساني حقونو د ساتنې لپاره مبارزه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د نوي فرمان له مخې مېرمنې اړې دي، په عامه ځایونو کې مخونه پټ او چادري واغوندي.