د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې او د طالبانو کړنو د څېړلو لپاره د ملکروملتونو د ځانګړي پلاوي د راتلو غوښتنه وکړه. محمد حنیف اتمر، د زمري په ۱۵مه نېټه، د ملکروملتونو د بشري حقونو شورا له عالي کمېشنرې سره په ویډیویي په خبرو کې، له بشري حقونو د سرغړونې او پر لویو ښارونو د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي له امله د بشري ناورین په اړه خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي چې حنیف اتمر په دغو خبرو کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو په موخه د ملګروملتونو د یوه ځانکري پلاوي د رالېږلو غوښتنه وکړه. د نوموړي په وینا محمدحنیف اتمر د ملکروملتونو د بشري حقونو شورا له لوړې کمېشنرې، میشل باشلیټ، غوښتي په افغانستان کې د طالبانو د بشري ضد کړنو په اړه دې د ملکروملتونو د بشري حقونو شورا په یوه ځانګړې ناسته کې خبرې وشي.
هېواد زیاته کړې، په دې ناسته کې له بشري حقونو د سرغړونو او جنایتونو او ددغو کړنو د څارنې په اړه مفصلې خبرې وشوې.
محمد حنیف اتمر د یوه ټوېټ په خپرولو سره ویلي چې له میشل باشلیټ سره په خبرو کې یې له نوموړې غوښتي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په ناسته کې په افغانستان کې د انساني ناورین په اړه بحث وشي. اتمر د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا له کمېشنرې غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د انساني وضعیت د څېړلو لپاره یو حقیقت موندونکی پلاوی راولېږي.
له بلی خوا، د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دواړو خواوو د طالبانو د بریدونو د څارنې، غندنې او درولو او همدارنګه د دغو بریدونو له کبله د بشري ناورین د دوام د مخنیوي په موخه، د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو پر هڅو ټینګار وکړ.