د راپورونو په حواله، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني ترمنځ کتنه کې دواړو مشرانو هوکړه کړې چې دوحه به تر ۲۰۳۰ کال پورې په فرانسه ۱۰ میلیارده یورو پانګونه وکړي.
یورو نیوز چهارشنبه د فبرورۍ پر ۲۸مه راپور ورکړی چې د قطر امیر د دوه اړخیزو اړیکو او د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه د خبرو اترو لپاره پاریس ته تللی دی.
د فرانسې جمهوري ریاست ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۰ میلیارده یورو د هوکړې په اړه لیکلي: «دا هوکړه به په فرانسه کې د نویو شرکتونو او پانګونې صندوق پورې اړوند وي او مهمې څانګې لکه د انرژۍ لېږد، صنعت، فضايي چارو، مصنوعي ځيرکتیا، روغتیا او کلتوري برخې به پکې شاملې وي.»
ورته مهال، خبرپاڼه کاږي چې په دې کتنه کې د قطر امیر او مکرون په غزه کې بېړني اوربند ته د رسېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دغه راز، د دواړو هېوادونو مشرانو د فلسطيني دولت د جوړېدو پر امکاناتو او غزې ته د بشري مرستو په ګډون د نورو دوه اړخيزو همکاريو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
پاریس او دوحه نږدې اړیکې لري.
دا په ۲۰۱۳ کال کې واک ته له رسېدو وروسته پاریس ته د تمیم بن حمد لومړنی سفر دی.