د اروپايي ټولنې مشرانو په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې له اوکراین څخه به د روسیې د برید پروړاندې ملاتړ وکړي.
د اروپایي ټولنې په ۱۶ ساعته غونډه کې، چې جمعه د فبرورۍ پر ۱۰ پای ته ورسېده د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم ګډون درلود. نوموړي د اروپايي ټولنې له مشرانو وغوښتل، چې د روسیې پر وړاندې له بریالیتوب وروسته اوکراین هم د دغې ټولنې غړیتوب ته ومني.
د اسوشیټد پرس د راپور له مخې، په دې ناسته کې د اروپايي ټولنې مشرانو ژمنه وکړه، چې راتلونکې میاشت کې به اوکراین ته د وسلو د ورکړې په برخه کې خپلې مرستې لا زیاتې کړي.
ورته مهال، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې د اروپایي ټولنې مشرانو پرېکړه وکړه د جګړې په ډګر کې د بریالیتوب لپاره له اوکراینه خپل اوږدمهاله نه ستړې کېدونکی ملاتړ وکړي.
دغهراز، مکرون اوکراین ته په راتلونکو اونیو کې د فرانسوي جنګي چورلکو د ورکړې په اړه ډاډ ورنهکړ، خو ټینګار یې وکړ، چې ښایي هېواد به یې اوکراین ته نور تجهیزات لکه توپونه او توغندي ورکړي.
زلنسکي د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلواکي له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې اوکراین ته د شوروي د وخت اړوند میګ ۲۹ جنګي چورلکو په برخه کې مرسته وکړي.
د اسلواکي لومړي وزیر په وینا، د دغې طرحې ارزونه به وکړي.
له بل پلوه، د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلز میشل وویل، چې هغوی باید د توکو د تولید د بهیر د چټکوالي لپاره له صنعتي برخې سره همکاري وکړي.
له اوکراینه د اروپايي ټولنې د ملاتړ غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې پوځي کارپوهانو پر اوکراین د روسیې له لوري د نویو بریدونو د پیل خبرداری ورکړی دی.





