۸صبح، کابل: د اروپا د پارلمان استازې کلر دالي د افغانستان د ناورین هېرول توکمپالی ګام بللی دی.
دالي د افغانستان د ناورین د هېرولو په هکله د اروپا په پارلمان کې نیوکه وکړه.
د پارلمان دغې استازې زیاته کړه، چې په افغانستان کې د خلکو وضعیت ترینګلی دی؛ خو په اړه هېڅوک څه نه وايي.
د اروپا پارلمان د دغې استازې ویډيو چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، وايي چې تر دې دمه په لسګونه زره افغانان د خوړو او ډوډۍ پیدا کولو لپاره له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته وتلي دي.
د کلر په وینا، ۵ میلیونه ماشومان له لوږې او دردناک مرګ سره لاس و ګرېوان دي.
نوموړې په دې وینا کې د کم عمره نجونو ودلو او پلورلو ته په اشارې سره ټینګار کړی: «نه دلته او نه هم بل ځای يې په اړه څوک خبرې کوي.»
دالي په ډاګه کړې: «د افغانستان د ناورین په هکله نه تلویزیونه څه خپروي، نه انساني بېړنی غبرګون شته او نه یې هم په اړه ځانګړې ناسته کېږي.»
هغې ټینګار کړی، چې ان په دې ناسته کې هم د افغانستان په هکله څه ونه ویل شول او په اړه يې هېڅ بیانیه صادره نه شوه.
د اروپا پارلمان ایرلنډۍ استازې ویلي، چې افغانان باید هيښ پاتې شوي وي، چې د هغوی انساني ناورین په څه دلیل دومره بې ارزښته ګڼل شوی دی.
هغه د اروپا پارلمان استازو څخه پوښتي: «د افغانانو [هېرول] د هغوی د پوټکي د رنګ له کبله دي؟ په دې دلیل، چې سپين پوستي نه دي؟ یا په دې دلیل چې ورولاړې شوې ستونزې د امریکا د برید له کبله ورپېښې شوې دي؟»
ویل کېږي، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، د افغانستان په اړه د نړۍ پام اوښتی دی.
په ورته وخت کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له هم نړۍ غوښتي، چې د افغانستان بحران باید د اوکراین د جګړې له کبله هېر نه شي.