۸صبح، کابل: د افغانستان د هواپېژندنې ریاست په ۲۷ ولایتونو کې له سخت بارانونو او واورې ورېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست سه شنبه د سلواغې پر اوولسمه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، تخار، کندز، بغلان، پنجشېر، کاپيسا، پروان، وردګ، بامیان، سمنګان، دایکندي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونه به د سلواغې له ۱۹ تر ۲۰ د واورې ورېدو او بارانونو شاهد وي.
د هواپېژندنې ریاست د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ مليمترو او د واورې اندازه له ۱۵ تر ۵۰ سانتيمترو اټکل کړې ده.
د ملګروملتونو سازمان د راپور له مخې افغانستان اوسمهال په تېرو لسو کلونو کې ترټولو ناوړه ژمی تجربه کوي.