۸صبح، کابل: د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د واورو او بارانونو ورېدو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو پېښېدو اټکل کړی دی.
دغه ریاست دوشنبه د وري پر ۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا اټکل سبا (سهشنبه) د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، فاریاب، بادغیس، سرپل، غور، بلخ، سمنگان، جوزجان، دایکندی، بامیان، غزنی، کندهار، روزگان، هلمند، زابل، میدانوردک، پروان، بغلان، کاپیسا، پنجشېر، لغمان و نورستان کې شوی دی.
په بېلابېلو برخو کې ورښت کچه له ۱۵ تر ۴۰ میلي مترو پورې ښودل شوې ده.
دغه راز، نوموړي ریاست بیا د واورې ورېدو کچه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.
ورته مهال، د هوا پېژندنې ریاست د سالنګونو په ګډون په شمال لویدیځو، لویديځو، سوېل لویدیځو او سوېلي ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو د پېښېدو اټکل کړی چې سرعت یې په بېلابېلو سیمو کې له ۳۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې ښودل شوی دی.
په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شدیدو ورښتونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.





