۸صبح، نیمروز: تېره یوه میاشت کې د ایران دولت تر ۲۰ زرو زیات افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.
سرچینې نن (جمعه د مرغومي پر ۲) ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې دغه افغان کډوال د لیندۍ میاشتې له لومړۍ تر دېرشمې نېټې له ایران څخه ایستل شوي او د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راغلي دي.
دغه کډوال چې شمېر یې ۲۰ زره او ۳۸۵ تنو ته رسېږي او په منځ کې یې کورنۍ هم شاملې دي، وایي په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي دي.
ایران تل د استوګنې لپاره د قانوني اسنادو نشتون د افغان کډوالو د ایستلو لامل بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیلالرحمن حقاني ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره کابو یو میلیون افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستنه شوي دي.
له ایرانه د افغان پناهغوښتونکو د ایستلو بهیر له کلونو راهیسې دوام لري او د طالبانو له واکمنېدو سره ګڼ شمېر وګړي له قاچاقي لارو دغه هېواد ته تللي دي.