د طالبانو مشر ملا هبت الله د کوچني اختر په مناسبت اختریز پیغام خپور کړی دی. هغه دا ځل هڅه کړې چې د هغو پخوانیو پیغامونو اپوټه چې نړۍ ته یې داړې ښودې او غاښونه چیچل او د جګړې او شهادت خبرې یې کولې، پر خپلو ژمنو د طالبانو د درېدو او د نړۍ له هېوادونو سره د باورجوړونې خبره کړې ده. په دغه پیغام کې د طالبانو مشر هڅه کړې چې د خپل هغه پخواني پیغام منفي پایلې کمې کړې او د خپل ځان منطقي او معقوله څېره نندارې ته وړاندې کړي چې د طالباني شریعت د تطبیق او د ښځو د سنګسارولو د اړتیا او له لوېدیځ سره د دښمنۍ په تړاو یې پکې خبرې کړې وې. د طالبانو د مشر مخکیني پیغام پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول او د دې لامل شو چې هیوادونه او نړیوال سازمانونه د واک چلولو په برخه کې د دوی د منځنیو پېړیو د تګلارې له امله پر طالبانو نیوکې وکړي.
ښکاره ده چې د ښځو، هېوادوالو او بشري حقونو په تړاو د طالبانو چلند د پخوا په څېر دی او کوم بدلون پکې نه راځي، خو طالبان تل هڅه کوي چې نړیواله ټولنه دوکه کړي او داسې ښکاره کړي چې دوی د تعامل او راکړې ورکړې خلک دي. دوی په دې چل سره هڅه کوي چې په نړیواله کچه د خپلې واکمنۍ پر تګلارې نیوکې کمې کړي او د خپل رژیم د رسمیت پېژندنې لپاره زمینه برابره کړي. له دې ټولو سره سره، د ملا هبت الله اخندزاده وروستی اختریز پیغام د هغه له پخوانیو پیغامونو سره ډېر توپیر نه لري او دغه راز له تناقضاتو او د عوامو له غولوونکو دروغو ډک دی.
ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو ډله پر خپل «قول او ژمنو» ولاړه ده او له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. جالبه خبره دا ده، چې له یوې خوا هبت الله د طالبانو نظام خپلواک او په نورو پورې ناتړلی ګڼي او په پرلپسې توګه همدا خبره کوي، خو له بلې خوا پر دې خبرې اعتراف کوي چې د امریکایانو پر وړاندې ځواب ویونکي دي. له امریکایانو سره د طالبانو ژمنه دا وه، چې د افغانستان په خاوره کې به د امریکا د ګټو پر ضد فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالو رسنیو لخوا ګڼ راپورونه خپاره شوي چې دا مهال په افغانستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې حضور لري او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د القاعدې فعالیتونه زیات شوي او دغه ډله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ مرکزونه لري. د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري د کابل ښار په وزیر اکبر خان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. ايا په افغانستان کې د القاعدې او نورو ترهګرو سازمانونو پياوړی حضور په دې مانا نه دى چې طالبانو د افغانستان خاوره د امريکا دښمنانو ته ورکړې او له امريکايانو سره يې پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی؟
په وروستيو ورځو کې په کندهار او د افغانستان په نورو ولايتونو کې د بې پيلوټه الوتکو ګزمې زياتې شوې دي. ملا هبت الله احتمالاً دې موضوع ته په پام سره ویلي دي، چې د طالبانو ډله د نړۍ له هېوادونو غواړي چې «د افغانستان حریم، ګټو او عزت» ته پام وکړي. هغه څه چې د طالبانو مشر ورته پام نه کوي هغه دا دي چې د افغانستان عزت او ګټې یوازې هغه وخت خوندي کېدای شي چې په دې هېواد کې د واکمنۍ بڼه بدله شي او ټول وګړي چې د بېلابېلو قومونو، ژبو او مذهبونو دي، ځانونه د افغانستان په هینداره کې وویني. حاکم سیاسي نظام او د هیواد د اقتصاد اداره باید د ژمنو او متخصصو کسانو په لاس ورکړل شي څو د اقتصادي ودې او د شتمنۍ د تولید زمینه برابره شي او خلک په هوساینې او سوکالۍ کې ژوند وکړي او د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره اړ نه وي چې اوبو او اور ته ځانونه وچوي او نورو هیوادونه کډوال شي او هر ډول سپکاوي او کړاوونه وزغمي. په بله وینا، له نړۍ باید دا تمه ونه شي چې د افغانستان عزت او درناوی وساتي، په داسې حال کې چې د دغه هېواد وګړي په خپله خاوره کې درناوی او عزت نه لري او د پتمن ژوند کولو زمینه ورته نه برابره نه ده، مجبور دي چې یا نورو هیوادونو ته کډوال شي یا که په هیواد کې ژوند کوي، باید د نړیوالو مرستو په برکت ژوندي پاتې شي.
بل د پام وړ ټکی دا دی چې افغانستان د یوې لویې خاورینې ټوټې په توګه ذاتي ارزښت نه لري، بلکې اهمیت یې د هېوادوالو په ارزښت او اعتبار پورې تړلی دی. بې وزلي، بې وسه او نالوستي خلک په نړیوالو اړیکو کې مثبت رول نه شي لوبولای او تل د نورو د اوږو بارو وي او له همدې امله د نورو په سترګو کې درناوی او عزت نه لري . بله مسأله دا ده چې له ملا هیبت الله باید وپوښتل شي چې تاسو د افغانستان اوسېدونکو ته څومره درناوی لرئ چې له پردیو د دې هیواد د درناوي غوښتنه کوئ. همدا اوس په ملیونونو خلک یا د تاوتریخجنو او بې رحمه طالب جنګیالیو له وېرې او یا هم د اقتصادي ستونزو له امله نورو هېوادونو ته کډه شوي او تر ټولو بد شرایط زغمي. ملا هبت الله د هغه چا په توګه چې د هېواد برخلیک یې په لاس کې دی، که رښتیا هم د افغانستان د عزت او کرامت په اړه فکر کوي، باید داسې شرایط برابر کړي چې په میلیونونو مجبور کړای شوي هېوادوال له هېواده ونه تښتې او پردۍ خاورې ته کډوال نه شي.
د طالبانو مشر په خپل پیغام کې ویلي دي چې د «اسلامي شریعت تنفیذ» د دې ډلې لومړیتوب دی. هغه ستونزې چې په دې برخه کې شته له یوې خوا د شریعت او اسلامي احکامو په تړاو د طالبانو سخت دریځ او قرون اوسطايي او تاوتریخجن تعبیر دی او هېڅ ډول انعطاف، جوړجاړی او تعدیل نه ښيي. له بلې خوا د طالبانو په راتګ سره د افغانستان عدلي او قضايي نظام چې د عصري کېدو پر لور روان و، په بشپړه توګه له منځه ولاړ. اوس د طالبانو قضایي نظام دومره بې کفایته او زوړ دی چې ډیری وخت د طالبانو د قاضیانو پریکړې د خاصو او عامو په ټوکو ټکالو بدلې شوې دي. په داسې یوه مسموم شوي چاپیریال کې د شریعت او عدالت د پلي کولو او د ظلم د له منځه وړلو خبرې نه یوازې بې مانا دي، بلکې د هرې ورځې په تېریدو سره د طالبانو د مشرانو ناپوهي هم په ډاګه کوي. د طالبانو قضايي نظام دومره ناروغ او شړیدلی دی چې د عدالت د سم تعريف وړتيا نه لري.
ملا هبت الله ادعا کړې چې د طالبانو نظام هغه شرعي نظام دی چې په ټولنه کې یې «امنیت، ورورولي او یووالی» رامنځته کړی دی. دا چې د طالبانو نظام اسلامي دی او کنه، باید نور یې په تړاو قضاوت وکړي، نه ملا هبت الله چې د دې نظام مشر دی. د اوس لپاره د دې «اسلامي نظام» پایله له اقتصادي ځوړ، د استعدادونو له تښتې، د ښځو او مخالفانو له ځپلو او د قومونو او مذهبونو له سپکاوي پرته بل څه نه دي. د هغه د دې ادعا په تړاو چې په افغانستان کې سوله، یووالی او ورورولي رامنځته شوې ده، شواهد او دلایل برعکس څه ثابتوي. د طالبانو د ادعا اپوټه په وروستي یوه کال کې امنیت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی. د وسله والو کسانو فعاليتونه، غلاوې او انسان تښتونې زياتې شوې دي. دغه راز د داعش خراسان په څېر ډلو فعاليتونه چې افغانستان يې د خپلو فعاليتونو لپاره د ټوپ دړه جوړه کړې او د نړۍ هېوادونه ګواښي او همدا راز په افغانستان کې دننه ځانمرګي بریدونه او چاودنې کوي، لا هم په زور کې روان دي او د طالبانو د مشر ادعاوې ناسمې ثابتوي.
ملا هبت الله په خپل پیغام کې یو ځای د «معاصرو فتنو» خبره کړې ده. هغه خامخا داعش ته اشاره کوي، چې اوس یې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې یوه لویه ننګونه او د دغې ډلې لپاره لویه اندیښنه رامنځته کړې ده. ملا هیبت الله باید هیر نه کړي چې د داعش خراسان او طالبانو تر منځ تر اختلافاتو مشترکات ډېر دي. که د طالبانو د رسنیو په وینا داعش خراسان یوه تکفیری ډله ده، طالبان هم له کلونو راهیسې د خپلو مخالفینو په تکفیرولو سره خلک وژني او خپل جنګیالی یې وینې تویونې ته چمتو کړي دي. دغه راز د داعش خراسان ډله هم د جګړې له هغو لارو چارو کار اخلي چې طالبانو په تېرو وختونو کې کارولي دي، لکه د ملکيانو او پوځیانو وژل او د د داسې پوځي عملیاتو ترسره کول چې ډېر خلک وژني. د داعش خراسان ډله د طالبانو په څېر ده، په دې توپیر چې لومړۍ ډله تر اوسه واک ته نه ده رسیدلې. په دې مانا چې که د طالبانو ځواکونه داعش ته د جذبېدو ډېره وړتیا لري، دلیل یې دا دی چې له دغې ډلې سره ډېر فکري نږدېوالی لري.
د طالبانو مشر ادعا کړې، چې دې ډلې په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت په بندولو کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي. د مسألې واقعیت دا دی چې د طالبانو هويت په یو ډول د نشه يي توکو له سوداګرۍ سره تړلی دی او د دې ډلې لپاره دا امکان نه لري چې په اسانۍ سره له هغو ګټو او عوایدو لاس واخلي چې له دې اړخه یې ترلاسه کوي. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو یو یا دوو کلونو کې ملا عمر هم د نشه یي توکو د کښت د بندولو حکم صادر کړ او نړۍوالو یې ستاینه وکړه. وروسته څرګنده شوه چې دا د نړۍ په بازارونو کې د خامو مخدره توکو د بیو د لوړولو لپاره یو چل و او طالبانو ترې د پاموړ ګټه ترلاسه کړه. اوس هم که له يوې خوا طالبان د نشه يي توکو د کرکيلې د بندولو خبره کوي، خو له بلې خوا په دې ډلې پورې تړلې نړيوالې مافيا د نشه يي توکو د صنعتي کولو پرمختللې فابريکې جوړې کړې او په دې کار سره زيات عايد ترلاسه کوي. ښايي د مخدره توکو د کرکيلې د نسبي ممانعت له امله کروندګر زيانمن شي، خو د نشه يي توکو مافيا ته يې ګټه نه يوازې پر خپل ځای ده، بلکې زياته شوې ده.
ملا هبت الله طالب جنګیالیو ته په خطاب کې ویلي دي، چې په سخت چلند سره امنیت نه راځي. سمه خبره یې کړې ده. خو هغه څه چې په واقعیت کې پیښیږي، د ملا هیبت الله له دې خبرې سره هېڅ اړخ نه لګوي. اوسمهال طالبان په بېلابېلو پلمو خلک تحقیروي او سپکوي، زندان ته اچوي او شکنجه کوي. دوی غواړي هغه امنیت تامین کړي چې د زرګونو هېوادوالو د کرامت د له منځه تلو او د بې پته کېدو په بیه تمام شوی وي. په واقعیت کې دوی د هدېرې کراري غواړي. سخت چلند او محدودیتونه د دې لامل شوي چې هرڅوک د تیښتې د لارې په لټه کې وي. ان د طالبانو د ډلې ځینې غړي که بهر ته د تګ لاره ومومي، د یوې شېبې لپاره هم په افغانستان کې پاتې کیدل جایز نه ګڼي. زموږ شننه دا ده چې د هېوادوالو پر وړاندې د سخت ګیرۍ او پرې د ظلمونو نه کولو په تړاو د ملاهبت الله خبرې یوازې ننداریزې دي او بس. د طالبانو مشر غواړي وښيي، چې د هېوادوالو تر منځ د عدالت او نظم د رامنځته کولو پلوی دی. د دې احتمال هم شته چې د طالبانو مشر د طالبانو پر ځینو غړو نفوذ نه لري او ډېری یې د هغه خبرو او پیغامونو ته پام نه کوي او د خپلو قوماندانانو او مشرانو په خوښه عمل کوي.
هبت الله ویلي دي چې په «اسلامي امارت» کې هیڅ ډول تفرقه او تبعیض نشته. د طالبانو د مشر له خوا د دې مسألې مطرح کېدل هم په ډاګه کوي چې د ملا هبت الله مناسبتي پیغامونه تبلیغاتي اړخ لري او ځمکني واقعیتونه نه منعکسوي. که په هر څه کې شک وي، د طالبانو په قومي او مذهبي انحصار کې هیڅ شک نشته. سیکولر پښتنو منتقدینو هم دا خبره منلې ده او طالبانو ته یې په دې تړاو خبرداری ورکړی دی. د طالبانو په جوړښت کې امتیازات د قوم او قبیلې پر بنسټ وېشل شوي دي او یوه له هغو مسألو چې د طالبانو غیر پښتانه متحدین یې اندیښمن کړي، د دې ډلې قوم پالنه او انحصار پالنه ده.
د جمهوري نظام د ړنګېدو په درشل کې طالبانو داسې تبلیغات پيل کړي وو، چې له تېره یې زده کړه کړې او دا ځل که واک په لاس کې واخلي، د ښځو حقونو ته به درناوی کوي او هغه تېروتنې به نه کوي، چې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې کړې دي. په هغه وخت کې ځینو لوېدیځو رسنۍ هم پر دغو تبلیغاتو وغولېدې او د طالبانو د بدلون خبرې یې کولې. د طالبانو د دوه نیم کلنې واکمنۍ تجربې د طالبانو د فکر او چلند د اصلاح لپاره هېڅ هیله نه ده پریښې. کله چې خلک د طالبانو کړنې څاري او په هېواد کې روان ظلمونه ګوري، نو د ملا هبت الله عوام غولوونکو شعارونو ته پام نه کوي. خلک پوه شوي چې د طالبانو تبلیغاتي دستګاه چې د ملا هیبت الله اختریز پیغام یې چمتو کړی، هڅه کوي چې د خلکو سترګو ته خاورې وشیندي.