۸صبح، کابل: ملګري ملتونه وايي چې دغه سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو بودیجې یوازې شپږ سلنه چمتو کړي دي.
دغه سازمان شنبه د وري پر ۱۸مه شپه مهال په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې سږکال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي.
د طالبانو د واکمنۍ دوام په هېواد کې د بېوزلۍ او بېروزګارۍ لمن پراخه کړې او اقتصادي ننګونې او لوږې د هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ نږدې درې وشول، خو د دغې ډلې د ادعا خلاف، د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو ترمنځ لوږه او بېکاري د زیاتېدو په حال کې ده.