۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې د پاکستان نوی حکومت دې له دوی سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه رغنده ګامونه پورته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل پنجشنبه د کب پر ۲۴مه د امیرخان متقي او په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.
په دې کتنه کې متقي ویلي چې د سیمې هېوادونه ورځ تر بلې له طالبانو سره د «مثبت تعامل» پراخېدو خواته تلونکي دي.
نوموړي ټينګار کړی چې د پاکستان نوی حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پياوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.
بلخوا، تکل د نظاماني په حواله لیکلي چې نوموړي د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ اړیکې «ارزښتناکې» بللې دي.
هغه زیاته کړې: «نوی حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.»
له دې وړاندې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده له عبیدالرحمان نظاماني غوښتي و، څو د «دواړو خواوو ترمنځ د تعامل د بېرته پېلېدو» په اړه د نوموړي پیغام له خپل نوي حکومت سره شریک کړي.
د راپورونو په حواله، د هبتالله اخوندزاده پیغام د کندهار والي ملا محمدعلي حنفي له لارې چې په ملاشیرین هم پېژندل کېږي، له نظاماني سره شریک شوی دی.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې وخت ناوخت د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې وې.