۸صبح، کابل: د طالبانو د رییسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له قزاقستان سره د اړیکو پراختیا او تعامل زیاتېدو ته لېواله دي.
ارګ شنبه د غويي پر ۸مه د مولوي عبدالکبیر او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ژومانګارین ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه دې په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په عملي کولو کې ونډه واخلي.
نوموړي په سیمه کې امن او ټيکاو د ټولو په ګټه بللی او زیاته کړې ده چې د سیمې هېوادونه دې په ګډه ثبات او ودې ته پراختیا ورکړي.
بل پلوه، طالبانو د ژومانګارین له قوله لیکلي چې نوموړی د کابل او الماتا ترمنځ د مخامخو الوتنو غوښتنه کړې ده.
هغه د سیمې د ټيکاو لپاره د سیمهییزو پروژو عملي کول مهم بللي.
د یادونې ده چې قزاقستانی پلاوی تېره چهارشنبه کابل ته راغلی دی.
طالبان داسې مهال د ښو اړیکو او له هېوادونو سره د تعامل خبره کوي چې تر اوسه یې رژیم کوم هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی.
د نړۍ هېوادونو بیا د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی له طالبانو سره د اړیکو ټينګېدو لپاره یو بنسټيز شرط ایښی دی.