۸صبح، بلخ: د جوزجان – بلخ پر لویې لارې د ترافیکي پېښې له کبله نهه کسان ټپيان شوې دي.
بلخ کې ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا پېښه نن سهار ۹:۰۰ بجې د جوزجان – مزارشریف پر لویه لار رامنځته شوې ده.
دا پېښه د طالب ځواکونو یو پوځي موټر او یوې سراچه ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
ورته مهال بلخ کې د طالبانو د سرپرست حکومت امنیې قوماندانۍ د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول یادوي.
د پېښې ټپيان روغتون ته د درملنۍ په موخه لېږل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ترافیکي پېښو ګراف لوړ شوی، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.