۸صبح، کابل: کاج ښوونیز مرکز کې له چاودنې وروسته د کابل یو شمېر اوسېدونکو د دغه برید او د زده کوونکو د وژلو د دوام په غبرګون کې اعتراض وکړ، چې د طالبانو له خوا پر تاوتریخوالي وواښت.
یو شمېر مېرمنو نن شنبه د تلې پر نهمه ۱۰:۰۰ بجې د محمدعلي جناح روغتون مخې ته هغه ځای، چې د کاج ښوونیز مرکز د پېښې ټپيان پکې بستر دي د اعتراض په توګه راټول شوي دي.
سرچینې وایي، چې طالبانو دغه اعتراض په هوایي ډزو ګډوډ کړی او د رسنیو له خوا یې د خبري پوښښ مخنیوی کړی دی.
د سرچینو په وینا طالبانو اعتراض کوونکي کلابند کړي او ځینې رسنیز کارکوونکي یې هم د دې پېښې د پوښښ له امله وهلي ټکولي دي.
د ویلو ده، چې طالبانو د یو شمېر خبریالانو تجهیزات او کمرې ترې اخیستي دي.
د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په پایله کې نږدې ۱۰۰ تنه مړه او ټپیان شول. طالبانو اعلان وکړ، چې د دې پېښې عاملانو ته به سزا ورکړي.