په کونړ کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت مسوولین: د ادارو کارکوونکي باید خپل ځان د سنتو مطابق اصلاح کړي

۸صبح، کابل: په کونړ کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت لېږلی پلاوی کونړ ته تللی او د ادارو کارکوونکو ته یې ویلی چې خپل صورت او سیرت له سنتو سره سم اصلاح کړي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت چهارشنبې د مرغومي په ۲۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د شکایتونو د ارزونې او څېړلو د رییس مولوي فضل ا لرحمن مجددي په مشرۍ ددې وزارت پلاوی د نوموړي وزارت د حکمونو د تطبیق په موخه کونړ ولایت ته تللی دی.
اعلامیې کونړ ته د دې سفر نورې موخې د بندیانو د دوسیو ارزول، د ټولنې اصلاح او پر پوځي کنډکونو څارنه بللې ده.
پلاوي له خلکو غوښتي چې د «ټولنې په اصلاح» کې له طالبانو سره همکاري وکړي او د دې ډلې د امربالمعروف وزارت د فرمانونو له مخې عمل وکړي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د دغې ډلې له واک ته رسېدو وروسته، په بېلابېلو فرمانونو سره د ښځو په وړاندې محدودیتونه لګولي او نارینه یې هم د ږیرې پرېښودلو او دودیزو جامو اغوستلو ته هڅولي دي.