۸صبح، کابل: د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د دغه سازمان د بشردوستانه هڅو د همغږۍ په موخه د دفتر پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان یکشنبه د کب پر ۱۵ په یوه ټویټ کې ویلي، چې د کابل دفتر به له افغانستان او نړیوالو همکارانو سره د دغه سازمان بشردوستانه مرستې همغږې کوي.
محمد سعید العیاش، په افغانستان کې د دغه سازمان د استازي په توګه ګومارل شوی دی.
دغه دفتر به د افغانستان په هکله د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په فوق العاده ناسته کې د تصویب شوي پرېکړه لیک پر بنسټ د دغه سازمان له انساني او مادي سرچینو سمبال شي.
د اسلامي همکارۍ سازمان څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د دفتر جوړول په بېلابېلو برخو کې له افغانانو د ملاتړ لپاره د دغه سازمان د ژمنې ښودنه کوي.
دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې خپل دفتر پرانیزي.