۸صبح، کابل: د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طاها د «اسلامي فقې له نړیوالې کمیټې» غوښتي چې ژرترژره د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د طالبانو د پرېکړې په وړاندې د اسلامي نړۍ د علماوو او دیني مراجعو د اتحاد لپاره یو کمپاین پیل کړی.
د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي پنجشنبې د دسمبر په ۲۹مه ویلي چې دا اکاډمي باید د اسلام د واقعي لارښونو پربنسټ چې د نجونو د زده کړې سپارښتنه پکې شوې روښانه کړي.
حسین ابراهیم طاها دا غوښتنه د فقې اکاډمۍ ادارې د ۲۰۲۲ کال د دوهمې ناستې په پیل کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوې وه، کړې ده.
هغه زیاته کړې: «د پوهنتون په ګډون له زده کړو د نجونو د مخنیوي او په دې پلمه چې د ښځو کار د شریعت خلاف دی د ګوښه کولو په ګډون د ښځو د فعالیت د مخینوي په اړه د طالبانو حکومت پرېکړه، هغه وروستی مورد و چې د فقې اکاډمۍ له خوا وارزول شو.»
ښاغلي طاها د اسلامي همکارۍ سازمان او فقې اکاډمۍ په اجنډا کې د افغانستان دوسیې پر لومړیتوب ټینګار کړی دی.
هغه همداراز څرګنده کړې چې د طالبانو پرېکړه د شریعت د احکامو پربنسټ نه ده.
د ویلو ده چې د دیني عالمانو یوه پلاوي د روان کال په جون میاشت کې افغانستان ته سفر کړی او له علماوو او ددې ډلې له مشرانو سره یې په دې اړه چې اسلام ښخو ته د زده کړو او کار په ګډون حقونه ورکړي، خبرې اترې کړې وې.