د پروان یو شمېر مالداران او کروندګر په دغه ولایت کې څارویو د یو ډول ویروس د خپرېدو خبر ورکوي. د دوی په خبره، دا ویروس له یوې میاشتې راهیسې د پروان په بېلابېلو سیمو کې خپور شوی او له امله یې هره ورځ لسګونه څاروي له منځه ځي. دغه کروندګر او مالداران د پروان ولايت د کرنې او مالدارۍ په رياست کې طالب مسوولان له دغه ويروس سره د مبارزې په برخه کې پر نه پاملرنې تورنوي او وايي، چې دغه ويروس ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست دغه ویروس د «لمفیسکین» په نوم یادوي او وايي، دا د پوستکي ویروس دی، چې د دغه ولایت له ۳۰ تر ۴۰ سلنه څاروي یې زیانمن کړي دي. د دې ادارې د مسوولینو په وینا، د لمفي سکین ویروس تر دې دمه د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې خپور شوی او د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د دغې ناروغۍ له خپرېدو د مخنیوي لپاره د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شوی دی.
نیاز محمد چې د پروان ولایت یو له کروندګرو څخه دی، د سیدخېلو ولسوالۍ په یوه لیرې پرته کلی کې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «یوه میاشت کېږي چې زموږ څاروي د پوستکي په یو ډول ویروس اخته کېږي او څو ورځې وروسته یو په بل پسې له منځه ځي. نیاز محمد زیاتوي، چې د دغه ویروس د خپرېدو له امله یې دوې غواګانې له منځه تللې دي، چې هره یوه یې پر ۸۰ زره افغانۍ پېرلې وه.»
هغه زیاتوي: «زموږ کورنۍ له څو کلونو راهیسې د بزګری، د شیدو او مستو د خرڅلاو له لاري خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو زموږ دوې غواګانې له لاسه وتلې او تر ټولو لوی اقتصادي زیان یې موږ ته اړولی دی. اکثره حیوانات له یوې څخه تر ۱۵ ورځو پورې په دې ویروس اخته کیږي او بیا ځینې مړه کیږي. موږ پخپله له بازار او د څارويو له کلينيکونو څخه دواء اخيستې، خو کار يې ونه کړ.»
د پروان ولایت کروندګر او مالداران د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ناتوانی تورنوي. نورالدین د جبل السراج ولسوالۍ یو بل بزګر دی. نوموړی وايي، چې دغه ویروس دوی ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي. نورالدین زیاتوي: «یوازې زموږ په کلي کې له ۶۰ تر ۷۰ غواګانې په دې ویروس اخته شوي، چې شاوخوا ۲۰ یې تر اوسه مړي شوي دي. د طالبانو د کرنې ریاست له دې ویروس سره د مبارزې توان نه لري. کله چې موږ لیدنه کوو، دوی موږ ته ځینې دواګاني راکوي، کوم چې هیڅ ګټور نلري. دوی باید د دې ویروس پروړاندې واکسین واخلي او زموږ څاروي له منځه تللو وژغوري. بزګر له یو یا څو غواګانو یا پسونو پرته بل څه نه لري. که زمونږ بزګر شاته پاتي شو، پوه شه چې ټول ملت شاته پاتي دی.»
کروندګر او مالداران له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې لږ تر لږه د دغه ویروس پر وړاندې مبارزې ته جدي او بیړنۍ پاملرنه وکړي. د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى مسعود وايي: «په تېرو څو کلونو کې مو د کرنې له رياست څخه کومه ښه خبره نه ده ليدلې، لږ تر لږه دې ته دې پاملرنه وکړي، ترڅو نور له ستونزو سره مخ نه شو. »
خو د پروان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين دغه ويروس د «لمفي سکين» په نوم يادوي او وايي چې دا ويروس د پوستکي ويروس دى او په پروان کې تر ٤٠ سلنه څاروي په دې ناروغۍ اخته شوي دي. دا د پروان ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د څارويو د ساتنې او څارنې رييس محمد عارف عقیل وويل، چې دغه ويروس د هېواد په ٢٠ ولايتونو کې خپور شوى او د واکسين کمپاين پيل شوى، چې ډېر ژر به پروان ته هم ورسېږي.
محمدعارف عقیل زياته کړه چې دغه حيواني ويروس له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته لېږدول شوى دى. د هغه په وينا، دا ويروس د لومړي ځل لپاره شاوخوا درې مياشتې وړاندې افغانستان ته داخل شوى او اوس د هېواد تر ٢٠ زياتو ولايتونو ته رسېدلى دى. په پروان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د څارویو د روغتیا د ادارې امر یادونه وکړه چې د پروان په ځینو برخو کې د دې ویروس د واکسین د تطبیق بهیر پیل شوی دی. هغه څرګنده کړه: «دا ویروس د درملنې وړ نه دی، یوازې د څارویو د ناروغۍ په وخت کې، مالداران کولی شي د یو شمیر انټي بیوټیکونو په واسطه د خپلو څارویو د مړینې او د دې ویروس د لا پراخیدو مخه ونیسي.»
د پوستکي ویروس تر دې وړاندې په کاپیسا، لوګر، پکتیا، زابل، خوست او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خپور شوی دی. د راپورونو له مخې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دغه ویروس د خپرېدو له امله سلګونه څاروي مړه شوي دي. څه موده وړاندې د هېواد د عامې روغتیا وزارت، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی، په څارویو کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و، چې په څارویو کې د لیمپوسکن د ناروغۍ ډېرېدل به د مالدارۍ سکتور ته زیان ورسوي. په افغانستان کې د حیواني محصولاتو کمښت او په نهایت کې د هیوادوالو اقتصاد ته سخت زیان رسوي.
د لامپیسکین ویروس لومړی ځل په زامبیا کې په ۱۹۲۹ کې څرګند شو، چې په پیل کې فکر کیده چې د حشراتو د چیچلو لپاره زهرجن یا الرجی وي. د ۱۹۴۳ او ۱۹۴۵ کلونو ترمنځ، د بوټسوانا، زیمبابوې او د سویلي افریقا په جمهوریتونو کې د دې ناروغۍ خپریدل په هغه وخت کې د ناروغۍ ساري بڼه پیژندل شوې وه. په ۱۹۴۹ کال کې په جنوبي افریقا کې یوه وبا رامنځته شوه چې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه څاروي یې پرې اخته کړل او ډېر مالي زیانونه یې واړول. په هرصورت، ویل کیږي چې ویروس سږکال له پاکستان څخه افغانستان ته خپور شوی. تر اوسه د دغه ویروس له امله د څارویو د مړینې دقیقه شمېره د طالبانو د کرنې وزارت نه ده څرګنده کړې.