۸صبح، کابل: داسې حال کې، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سرحدی نښتو او د دواړو لوریو د چارواکو د څرګندونو پر سر تاوتریخوالی دوام لری، د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه محمد اصف کابل ته راغلی دی.
خواجه محمد اصف چهار شنبه د کب میاشتې پر درېیمه نېټه غرمهمهال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د طالبانو د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
ویل کېږي چې کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر د سفر یوه موخه په پولو کې د کړکېچ کمول او پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد مبارزه یاده شوې ده.
ملا برادر په دې ناسته کې وویل، چې اقتصادي او سوداګریز مسایل باید د سیاسي موضوعګانو ښکار نه شي. نوموړي دغهراز د پاکستان له زندانونو د افغانانو د خلاصون غوښتنه وکړه.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له خوا په خپاره شوي ټویټ کې د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې د تورخم دروازه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ له وسلهوالې نښتې وروسته له درېیو ورځو راهیسې تړلې ده.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې د ټيټيپي بريدونه په بې ساري ډول زيات شوي دي. پاکستاني چارواکو طالبان د ټيټيپي جنګیالیو ته پر پناه ورکولو تورن کړي او له افغان طالبانو یې د دغې ډلې پر وړاندې د صادقانه مبارزې غوښتنه کړې ده.