۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان نوی سفیر نن کابل ته راغی او په رسمي توګه یې خپل کار بیل کړ.
عبیدالرحمان نظامي، نن جمعه د لړم په دیارلسمه د افغانستان لپاره د پاکستان د سفیر په توګه، په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.
هغه د پاکستان د نوي سفیر په توګه د خپل کار په لومړۍ ورځ وویل چې لومړیتوب یې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو پياوړتیا ده.
له دې مخکې، منصور احمد خان دا دنده لرله او دوې میاشتې مخکې یې په کابل کې خپل کار پای ته ورساوه.
پاکستان په داسې حال کې د افغانستان لپاره نوی سفیر ګمارلی چې د طالبانو رژيم یې لا په رسمیت نه دی پېژندلی او د طالب چارواکو او په افغانستان کې د ټي ټي پي د مشرانو د حضور پر سر د طالبانو او دغه هېواد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د ویلو ده، پاکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې فعال دیپلوماتیک فعالیت لري.