۸صبح، بامیان: د باميان په مرکز کې د يو کور د چت لوېدو پېښه کې د يوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
په باميان کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر شنبه د غويي پر لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرېدو سره ویلي چې تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دغه ولايت مرکز اړوند د «دهن خشکک» په سيمه کې د قوي باران له کبله د يو کور چت لوېدلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې او یو نارینه شامل دي.
د طالبانو په خبره، ټپيان د درملنې په موخه د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په هېواد کې قوي بارانونو د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.
د ویلو ده چې پرون په ارزګان او هلمند ولايتونو کې د يو شمېر کورونو د چتونو لوېدو پېښه کې ۱۵ کسانو ژوند بایللی دی.