عالم او د سیاست او مدنيت په برخه کې د نظر خاوند ابونصر فارابي ټولنه هغه وسیله ګڼله چې خلک فضیلت ته رسوي. د فارابي له نظره، ټولنې په دوو بشپړو او نیمګړو برخو ویشل کیږي: بشپړې ټولنې هغه ټولنې دي چې په درېیو ډلو وېشل شوي دي: «لویې»، «منځنۍ» او «کوچنۍ» او د ځمکې ټول خلک، د یوې خاورې او ملت یوه برخه او د یوه هېواد یوه برخه پکې شاملېږي، او نیمګړې «ناقصه» ټولنه هغه ټولنه ده چې کلي، بانډې، کوڅې، کورونه او …. پکې شاملېږي.
که موږ د افغانستان په تړاو سیمه ییز نظر ولرو، نو وبه ګورو چې په افغانستان کې د جمهوریت دورې د مدني ټولنې د تعریف لپاره نسبتاً د منلو وړ بریا لرله. په افغانستان کې له طالبانو مخکې او د دغې ډلې تر بیرغ لاندې افغانستان کې د بېلابېلو ټولنیزو خوځښتونو راڅرګندېدل او زوال د دې ښکارندویي کوي چې په افغانستان کې د مدني فعالیتونو د اجزاوو د بنسټیز کولو لپاره لاره څه ناڅه هواره شوې وه. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل په واټونو کې د ښځو حضور او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هلکانو او نجونو غیر منظم او په ځمکتلو کې په پټه د ټولنیزو حقونو د غوښتلو لپاره د جوړښتونو رامنځته کېدل د دغه مهم ارزښت یوه ستره نښه ده.
په افغانستان کې د طالبانو د ترهګر رژيم په رامنځته کېدو سره، که څه هم کاواکه مدني ټولنې ته سخت زيان رسيدلی، خو لا هم سوکه سوکه ساه اخلي. هغه خلک چې د جمهوریت تر چتر لاندې له معاصرو ټولنیزو ښکارندو لکه برابرو زده کړو، د انتخاب حق، ازادۍ، د ښځو حقونو او د ماشومانو له حقونو سره ورو ورو او په تدریجي ډول اشنا کېدل، د هېواد له سقوط سره سم څو لسیزې شاته ستانه شول.
جمهوریت له خپلو ټولو نیمګړتیاوو سره سره، هڅه کوله چې په عامه افکارو کې د حق طلبۍ کلتور رامنځته کړي. مدني بنسټونه د ټولنې د ځواکمنو مټو په توګه خلکو ته معرفي او کارول کېدل. ځوانو هلکانو او نجونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ډيموکراسۍ تمرین کوله. د مدني بنسټونو تر چتر لاندې فعالیت د ځوانانو لپاره ویاړ او د ښه راتلونکي پر لور یوه پیلامه ګڼل کېده. په دې لړ کې رسنیو عامه افکارو ته د تګلوري په ورکولو کې لوی او ټاکونکی رول درلود.
که څه هم د افغانستان په مدني فضا کې اغېزناکې څېرې معرفي شوې او په ازاده توګه یې فعالیت پیل کړ، خو د مدني فعالانو د سمې او کره څارنې نشتوالی د دې لامل شو چې ډېری غولوونکي د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې مدني کمپاینونو ته مخه کړي او له دې درکه د شهرت او شتمنۍ خاوندان شي. خو د مدني او کلتوري فعالانو د سترې څپې پر وړاندې د دوکه کوونکو حضور ډېر اغېزناک نه و او د هغوی د فعالیت لمن محدوده وه.
د طالبانو لاس ته د افغانستان سقوط تقریباً هر څه تیاره کړي دي. په مدني ټولنو کې اخلاقي ارزښتونه له منځه تللي دي. د طالبانو استخباراتي او رسنیزه دستګاه هڅه کوي چې د هېواد د مطرحو او کلتوري څېرو په شخصیت وژنې سره ذهني او مدني اډانې ړنګې کړي، پرځای یې درغلګر او دوکه کوونکي د کلتوري فعالانو په توګه معرفي کړي څو د ځان په سپینولو کې ترې استفاده وکړي.
هماغه غولوونکي چې له سقوط مخکې یې د مدنیت اکټ کاوه، د طالبانو د ترهګر رژيم په رامنځته کېدو سره د ارګاه او بارګاه خاوندان شول او د پیسو د ترلاسه کولو په موخه د طالبانو ترهګر نظام ته د تبلیغاتو لپاره له خپل نیمګړي او تور شهرته استفاده کوي. که څه هم دا څېرې بدنامې وې، خو په یوه مورد کې یې د طالبانو پلوي کوله: د ارزښتونو په له منځه وړلو کې!
اوس چې په افغانستان کې د طالبانو د نامشروع رژیم له حضوره څه کم درې کاله تېرېږي، د تېر وخت نا اهله مدني څېرې د دغې ډلې فعال غړي شوي او تر طالبانو هم زیات طالبان شوي دي.
له طالبانو وروسته راتلونکی ډېر اندېښمنوونکی دی. لویه پوښتنه دا ده چې څنګه کولای شو هغه خلک او ټولنه چې د مدني فعالانو او د هغو له قراردادیانو یې دوه رنګي او ریاکاري لیدلی، د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره واټونو ته راو تلو ته راضي کړو؟