ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته د خپل رسمي سفر پر مهال په خپلو څرګندونو کې ويلي چې، افغان دولت د سولې لپاره چمتووالی لري او طالبان هم بايد په عمل کې د سولې لپاره خپل نيت ثابت کړي.
ولسمشر غني کندهار کې د مهمند روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د مهمند روغتون معياري خدمتونه او تجهيزات بې سارې او د ستایلو وړ وګڼل او څرګنده يې کړه چې، نن د افغانستان د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل پيلوي.
ولسمشر د کابينې غړو ته لارښوونه وکړه چې له دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسؤلين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او وروسته که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.
جمهور رئيس غني کندهار ته د خپل سفر پر مهال په کندهار کي د مهمند نړیوال ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستنه وکړه او زیاته یې کړه چې مهمند روغتون د کمال خان بند په څېر د افغانانو لپاره ښه زېری دی.
جمهور رئيس وروسته يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وویل، افغان دولت په هېڅ ډول د افغانستان پر ولسواکۍ، جهموریت او اساسي قانون معاملې ته حاضر نه دی او له دې وروسته به د هېواد ملي سياست په اړه خپله افغانان پرېکړه کوي او بهرنیان به نور د افغانستان په راتلونکو پرېکړو کې شامل نه وي.
ولسمشر او د نوموړي لومړي مرستيال امرالله صالح وويل، افغان دولت د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دي.
ولسمشر غني همداراز څرګنده کړه چې، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان ته هېڅ راز امنیتي ګواښ متوجه نه دی، ځکه افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه اوس پياوړي شوي او د خپلو ارزښتونو ساتنه کولی شي.
ښاغلي غني د سيمې د هېوادونو امنیت له افغانستان سره تړلی وباله او له پاکستانه یې وغوښتل چې د ګټلو او بايللو سياست کې انتخاب وکړي.
په ورته وخت کې په کندهار کې د ولسمشر غني لپاره د جوړې شوې غونډې ویناوالو له ولسمشر څخه وغوښتل چې د سولې ترڅنګ د هېواد امنیت، بيارغونې او پرمختګ چارو ته هم پاملرنه زياته کړي.
هغوي زیاته کړه، ناسم او ترينګلی امنیتي حالت د پرمختګ مخه نیسي او خلک نه شي کولی چې خپل هېواد کې پانګونې ته زړه ښه کړي.
ولسمشراشرف غني د خپل دغه یوه ورځيني سفر پر مهال د ارغنداب ولسوالۍ زيانمنو، د کندهار ولايت مشرانو، متنفذینو، ملکي او نظامي مسؤلینو او د خصوصي سکتور استازو سره جلا جلا ليدنې هم وکړې.