د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې، د شاه و عروس بند رغنيزې چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به په کې د اوبو ټولېدو پروسه هم پيل شي.
د دغې ادارې په وينا د يادې پروژې د استملاک د تصفیې حساب پيسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تصویب شوي چې په نږدې راتلونکي کې به زیانمنو باندې ووېشل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، په نږدې راتلوونکي کې به د شاه و عروس بند د اوبو ذخیره کولو بهير پيل شي، نو له همدې امله دغې ادارې د سيمې له خلکو غوښتي چې هر څومره چې ژر کیږي د دې سيمې پاک کاري وکړي او سیمه پرېږدي.
شاه و عروس بند په هېواد کې د اوبو د تنظيم او مديريت له سترو پروژو څخه ده چې د ۱.۲ ميګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري او ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او همداراز د ۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
مسؤلين وايي، تمه ده دغه ستره پروژه په نږدې راتلونکي کې د لوړپوړو چارواکو لخوا رسماُ پرانيستل شي.





