۸صبح، کابل: کابل ښار کې سرچینې په دشت برچي سیمه کې د زده کوونکو له لاریونه خبر ورکوي.
یوه اعتراض کوونکي د نوم نه خپرېدو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې لسګونه تنو نجونو زده کوونکو شنبه د تلې پر نهمه ۱۰:۰۰ بجې د کابل په لوېدیځ کې لاریون کړی دی.
د دغې اعتراض کوونکې په وینا لاریون کابل کې د کاج ښوونیز مرکز پر زده کوونکو د جمعې ورځې د برید په غبرګون کې شوی دی.
هغه زیاتوي، چې اعتراض له پل سوخته سیمې پيل شوی او اعتراض کوونکې تر محمدعلي جناح روغتون پورې تللې دي.
دغه اعتراض کوونکې وایي، چې طالبانو محمدعلي جناح روغتون ته نږدې په هوایي ډزو او تاوتریخجن چلند د اعتراض کوونکو مخه نیولې ده.
د هغې په وینا طالبانو نجونې زده کوونکې د ټوپک په میل او برېښنایي ډنډو وهلې ټکولې دي.
طالبانو د خبریالانو له خوا د دې پېښې د خپرولو مخه هم نیولې ده.
د ویلو ده، چې د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د ازمایښتي کانکور پرمهال د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې د دغه مرکز لسګونه زده کوونکي مړه او ټپیان شول.